تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې کتلي دي.

د ارګ لخوا تاند ته په دې اړه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود.

د خبرپاڼې له قوله، دواړو لوریو د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو، راتلونکو ګامونو او همداراز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په اړه مفصل بحثونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد د ولسمشر د لوړې له مراسمو راهیسې په کابل کې دی او له افغان حکومت سره د طالب بندیانو د خوشې کولو په میکانیزم او د مذاکراتي پلاوي په تشکیل کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *