تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: زلمی خلیلزاد به نن د امریکا د کانگرس د بهرنیو سیاسي چارو کمېټې ته د خپل ماموریت په تړاو معلومات وړاندې کړي.
د امریکا د کانګرس د خارجه اړیکو کمېټې مشر الیوټ اینګل وايي، ټاکل شوې چې خلیلزاد به نن د سپټمبرپه ۱۹مه دوی ته د خپل ماموریت په تړاو له لومړي سره تر اخره پورې د پرمختګونو او ستونزو معلومات ورکړي: (( زما ترجیح دا وه چې له خلیلزاد سره ازاد بحث ولرو، خوشاله یم چې زموږ د کانګرس نور غړي هم دې ناستې ته وخت لري او هغوی به له خلیلزاد سره خپلې پوښتنې مطرح کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد تر دې دوه ځلې وړاندې کانګرس خپل حضور ته ورغوښتی و خو نوموړي له دې کار څخه ډډه کړې وه، بالاخره د سپټمبر په ۱۲مه کانګرس مجبور شو چې د خلیلزاد په تړاو احضاریه صادره کړي او هغه وپوښتي چې د سولې د ماموریت په تړاو دې ژر تر ژره دوی ته معلومات ورکړي.
د زلمي خلیلزاد پر ماموریت نه یوازې په افغانستان بلکې پخپله په امریکا او نړیواله ټولنه کې هم شکونه دي چې ګواکې نوموړي د سولې پر ځای یوه معامله روانه کړې ده.
د نوموړي د ماموریت د نږدې یو کال په پوره کېدو هغه ویلي وو چې له طالبانو سره یې د سولې هوکړه چمتو کړې ده خو دا هر څه د امریکا ولسمشر بیا تر اوسه پورې ځنډولي اعلان کړي دی.