تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره پر هوکړې ترلاسلیک وروسته په افغانانو غږ کړی چې سره یو موټی شي او د سولې له فرصت نه د استفادې په برخه کې تاریخي مسوولیت ادا کړي.
هغه ویلي له یوه اوږده بهیر وروسته یې له طالبانو سره په بریالۍ توګه مذاکرات پایته ورسول خو اوس د دې وخت رارسیدلی چې افغانان له تېر درس واخلي او د افغانستان د پرمختګ لپاره سره یو شي.
خلیلزاد همدا راز په نړیواله ټولنه غږ کړی چې له افغانستان سره ګډه همکاري وکړي، یواځې یې پرینږدي او د پرمختګ لپاره یې له افغانانو سره لازمه ګډه همکاري وکړي.
خلیلزاد له طالبانو سره تر هوکړې ورړسته په ټویټر لیکلي نړیواله ټولنه دې وپوهیږي چې د افغانستان یواځې پوهیدل ستونزې زیږولی شي نو باید هر اړخیزه او لازمه همکاري ورسره وشي.
خلیلزاد تېره ورځ په دوحه کې له طالب مرستیال مشر ملا برادر سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې جزیات یې لا هم پټ دي.