زلمی خلیلزاد

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره د بشردوستانه اوربند، تاوتریخوالي کمولو، د افغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل او د بندیانو د تبادلې پر چټکولو  تر لیدنو کتنو وروسته هند ته تللی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان د سولې په تړاو مفصلې خبرې کړې دي او په افغان سوله کې د وروستیو تحولاتو په تړاو یې هندي چارواکو ته معلومات ورکړي دي.

 خلیلزاد په داسې حال کې هند سفر کړی او نن به پاکستان ته ولاړ شي چې تېره ورځ یې له طالب مشرانو سره په دوحه کې لیدنه کړې وه.

نوموړی د سیمې په سفر په داسې حال کې راوتلی چې په افغانستان کې د کورونا له امله د بشردوستانه اوربند غږونه زیات شوي او د بندیانو د خوشې کولو لړۍ هم چټکه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *