تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له هند څخه غوښتي چې له طالبانو سره دې مستقیم مذاکرات پیل کړي.

نوموړي د هند له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، هند او افغانستان تاریخي اړیکې لري او دی باور لري چې د طالبانو او هند خبرې او مذاکرات هم مهم دي، تر څو د ترهګرۍ په اړه د هند اندېښنې په کې مطرح او هوارې شي.

 خلیلزاد په خپله مرکه کې ویلي، د افغانستان د سولې بهیر جدي کېدونکی او د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه یو بل پړاو ته داخلېدونکې ده او په دې برخه کې واشنګټن له هنده غواړي چې د سولې په پروسه کې فعال رول پر غاړه واخلي.

 دا لومړی ځل دی چې امریکا له هند څخه غوښتي چې له طالبانو سره مخامخ دخیل شي او خپلې اندېښنې ورسره مطرح کړي.

 دا په داسې حال  کې ده چې زلمی خلیلزاد اوس په پاکستان کې دی خو تر دې وړاندې یې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي او هغه ورته په افغانستان کې د اهل هنودو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

همدا راز د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په اشاره ویلي چې د ترهګرو د ځالو له منځه وړل د افغانستان د سولې لپاره ډېر مهم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *