تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به د سولې موافقه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.

د راتلونکي لمریز کال د حمل ۳۱ مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه ټاکل شوې ده.

خلیلزاد نن /یکشنبه/ په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوې خبري غونډې ته وویل«هیله لرم چې طالبان او افغانان به د انتخاباتو نېټه ضرب الاجل وټاکي او تر انتخاباتو وړاندې به سوله وکړي.»

خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره له بیا ځلې کتنې وروسته خبریالانو ته همداراز وویل«هر څومره چې ژر سوله کېږي هومره ښه ده ځکه چې جګړه به پای ته ورسېږي، مشارکت به پراخ شي، نتیجه به یې لا په پراخه پیمانه ومنل شي.»

خلیلزاد زیاته کړه«طالبان وايي چې دوی باور نه لري چې له پوځي لارې بریالي کېدای نه شي، دوی غوره بولي چې ستونزه د خبرو او د سیاسي مذاکرو له لارې حل شي.»

خلیلزاد د خبرو نتیجې ته محتاطه خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل د سولې په لاره کې ستونزې شته او نه غواړي چې په غیرحقیقي ډول د خلکو توقع لوړه کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي وویل چې طالبانو مرکچي پلاوی ټاکلی او اوس حکومت ته هم پکار ده چې خپل پلاوی وټاکي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، وویل چې پکار ده تر انتخاباتو مخکې سوله وشي.

خلیلزاد پر هزاره مېشتو سیمو د حملو په اړه وویل چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې د فاطمیونو ځای پر ځای کېدو ته پلمه جوړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *