زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هیله ښکاره کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د طالبانو او حکومت ترمنځ سوله وشي.

خلیلزاد، چې په قطر کې له طالبانو سره د تېرې میاشتې له خبرو وروسته کابل ته راغلی او د ولسمشر غني په ګډون یې له بېلابېلو سیاستوالو سره کتلي، وايي چې فکر کوي د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوه ځلې ځنډېدا فرصت برابر کړی چې طالبان او غیر طالب افغانان د انتخاباتو تر نېټې مخکې د سولې موافقې ته ورسېږي.

د ولسمشرۍ انتخابات لومړی د حمل یا وري په پای کې په پام کې نیول شوي وو، وروسته د سرطان پای ته وځنډول شول خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ترکیب کې له بدلون وروسته پرېکړه وشوه چې د میزان په ۶ مه (د سپټمبر ۲۸) ترسره شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، له ازادي راډیو سره په مرکه کې همداراز وویل چې باید د سولې له خبرو سره موازي د انتخاباتو لپاره تیاري ونیول شي ځکه چې دی ډاډه نه دی چې سوله کېږي او که نه کېږي خو فکر کوي چې ښه دا ده چې لومړی سوله وشي او بیا انتخابات.

تر دې وړاندې خلیلزاد په خپل وخت د انتخاباتو پر کېدو ټینګار نه و کړی او له همدې کبله اوازې وې چې امریکا غواړي چې لومړی له طالبانو سره روغه وشي او بیا انتخابات ترسره شي. خلیلزاد وویل چې د امریکا رول به کم شي او افغانان باید ډېر مسوولیت په غاړه واخلي.

خلیلزاد په زغرده ونه ویل چې امریکايي پوځیان به له طالبانو سره د قطر د خبرو په پایله کې ووځي. ده وویل، که په افغانستان کې ترهګري موجوده نه‌وي او راتلونکی افغان حکومت هم ونه‌غواړي چې امریکایان او ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري، تر راتلونکو درېیو یا پنځو کلونو پورې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو احتمال نه‌ردوي.

خلیلزاد وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې هڅه دا ده چې په افغانستان کې سوله راشي نه دا چې د امریکايي ځواکونو د وتلو لاره وموندل شي. ده دا هم وویل چې که افغانان په خپل منځ کې سوله وکړي، د امریکايي ځواکونو د وتلو لار هوارېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *