تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزداد په قطر کې له طالبانو سره د ۶ ورځنیو خبرو په پای کې خپلې خبرې له طالبانو سره د پخوانیو خبرو په پرتله رغنده وبللې.
ده له طالبانو سره د جوړجاړې د مسودې یادونه نه ده کړې. خو رویټرز خبري اژانس ویلي چې دواړه خواوې د یوې موافقې پر مسودې سلا شوي دي. (نور)
خلیلزاد وروسته له دې چې په دوحه کې له طالبانو سره د یوې موافقې پر مسودې جوړجاړی وکړ، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د دې ځای غونډې د پخوانیو هغو په پرتله ډېرې ګټورې وې. موږ پر حیاتي مسلو د پام وړ پرمختګ وکړ.»
ده په عین حال کې لیکلي«لا هم یو شمېر مسلې شته چې موږ باید پرې کار وکړو.»
د راپورونو له مخې، د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالب استازو سره په خبرو کې موافقه کړې چې امریکايي پوځیان به په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه ووځي، طالبان به د القاعده په شمول تروریستي ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي، بندیان به تبادله کېږي، او اوربند به کېږي.
ښاغلی خلیلزاد به د خپلو خبرو او موافقو جزییات د افغانستان له ولسمشر سره په کابل کې شریک کړي.
په قطر کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له چمتو شوې مسودې سره د افغانستان د حکومت د موافقې په صورت کې به موافقه نهايي او د سولې لار هواره شي.
خلیلزاد هم دې مسلې ته په اشاره لیکلي:
«یو شمېر مسلې لا پاتې دي چې پرې کار وشي. پر هیڅ شي تر هغو پورې موافقه نه ده شوې چې پر ټولو مسلو موافقه نه وي شوې او په هر شي کې باید بین الافغاني خبرې او بشپړ اوربند شامل دي.»
د امریکایانو او طالبانو په خبرو کې د بندیانو تبادله، اوربند، او له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل هم شامل دي چې دا ټول د افغانستان له حکومت سره تړاو لري او تر څو کې د افغانستان حکومت ورسره موافقه ونه کړي، نه شي عملي کېدای.
تمه ده چې طالبان به ژر د افغانستان له حکومت سره پر یادو او نورو اړوندو مسلو خبرې پیل کړي.