خلیلزاد او عمران خان

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د سولې په برخه کې به پاکستان نور اقدامات وکړي چې ښه نتیجه به ورڅخه ترلاسه شي.

خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پاکستان څلور ورځینی سفر پای ته ورساوه او راپورونه وايي قطر ته تللی چې له طالبانو سره د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي.

ځینو طالب سرچینو هم تایید کړې چې د طالبانو استازي او خلیلزاد نن په دوحه کې خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مهالوېش سره سم، چې پخوا یې اعلان کړی و، سیمې ته د خلیلزاد د دې پړاو سفر نن /د جنورۍ په ۲۱/ پای ته رسېږي.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په پاکستان کې یې د افغانستان د سولې په اړه ګټورې لیدنې – کتنې لرلې.

خلیلزاد همداراز لیکلي چې د افغانستان د سولې هلې ځلې سم لور ته پرمخ روانې دي.

د ښاغلي خلیلزاد خوشبیني د یو شمېر هغو کابل مېشتو شناندو د اټکلونو خلاف دي چې وايي د خلیلزاد هڅې ناکامې شوي دي.

ده ویلي«د پاکستان له نورو اخیستل کېدونکو اقداماتو سره موږ سم لور ته پرمخ روان یوو چې د ښو نتیجو سبب به شي.»

ده همداراز ټینګار کړی چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې سوله غواړي او حاضر دي چې د سولې په پروسه کې د ټولو افغان خواوو هغه مشروع اندېښنې په پام کې ونیسي چې د افغانستان خپلواکي، حاکمیت او د سیمې مشروع ګټې یقیني کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *