تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دوحې ته د سفر په لاره کې به په اسلام اباد کې تم شي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي خلیلزاد نن ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«په دوحه کې که طالبان مسوولیت ادا کړي، موږ به خپل هغه وکړو او هغه موافقه به نهايي کړو چې موږ پرې کار کوو.»
د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی لا په کابل کې دی، او وايي چې د افغانستان وروستی سفر یې ګټور او رغنده و.
«له کله چې د ځانګړي استازي په توګه ما دنده پیل کړې ده، د افغانستان دا تر ټولو رغنده سفر مې پای ته رسوم. د امریکا متحد ایالتونه او افغانستان په راتلونکو ګامونو موافقې ته ورسېدل. مرکچي پلاوی او د تخنیکي ملاتړ ډله نهايي کېږي.»
ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد ژر له طالبانو سره اتم پړاو خبرې وکړي چې ډېر باور کېږي د افغانستان په سوله کې به ټاکلوونکې وي.
داسې ښکاري چې واشنګټن ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان او د دغه هیواد د پوځ او استخباراتو د مشرانو له سفره وروسته ممکن د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې بدلون راغلی دی.