تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود او زلمي خلیلزاد په کې له طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزیاتو ته په اشارې وویل، امریکا د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظره ده.
خلیلزاد زیاته کړه، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی: (( هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو. ))
نوموړي همدا راز پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، له دوی سره یې پر سوله سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.