تاند، جمعه، د میزان ۵مه: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په نیویارک کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د سولې د پروسې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې، دغه راز په افغانستان کې د هغو ټولنیزو او اقتصادي پروژو په اړه هم بحث شوی دی چې دا مهال په افغانستان کې د ازبکستان تر لاس لاندې کار پرې روان دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې ژر تر ژره د یوې ملي روغې جوړې او سیاسي حل پر راوتلو ټینګار کړی دی.
طرفین ابراز علاقه خود برای دستیابی سریع به آشتی ملی و حل و فصل سیاسی درگیری در افغانستان.