تاند- د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې پخوا امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان د اساسي قانون د منلو په شان ځینې وارمخکې شرطونه لرل خو اوس د ده ماموریت دا دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه ممکنه شي.

په تېرو کلونو کې امریکا او د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې او پخلاینې شرط دا باله چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، له تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي او جګړه بس کړي.

خو په وروستیو څو کلونو کې نه امریکایان او نه هم د افغانستان حکومت د دغو شرطونو یادونه کوي.

خلیلزاد، چې د امریکا له ملي راډیو (این پي آر) سره خبرې کولې، په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور د دې هیواد له شرایطو سره تړلی دی او د امریکا هدف دا نه دی چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري بلکې مهم هدف دی او هغه (هدف) په افغانستان کې د تروریزم خاتمه ده.

خلیلزاد په ضمني ډول وویل چې که طالبان هغه عوامل له منځه یوسي چې له کبله یې امریکا خپل پوځیان افغانستان ته راوستي دي، امریکایان وځي:

«د داسې شرایطو برابرول چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون ته اړتیا پاتې نه شي، د طالبانو او نورو افغانانو مسوولیت دی.»

ده د افغانستان اوسني امنیتي حالات تر پخوا ستونزمن وبلل او ویې ویل چې طالبان تر پخوا غښتلي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *