زلمی خلیلزاد

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۵) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (دوشنبه) په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

خلیلزاد وروسته له دې قطر ته تللی چې طالبانو د بندیانو د تبادلې پر سر د افغانستان له حکومت سره په خبرو کې پرمختګ ونه کړ او خپل پلاوی یې له افغانستانه بېرته وروغوښت.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د خلیلزاد تر رسېدو مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا ځانګړی استازی به په دوحه کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې د ولاړې پروسې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې پر عملي کېدو خبرې وکړي.

تر دې مخکې د روان حمل په ۲۲ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر دوحې ته تللی و او له طالب استازو سره یې کتلي وو
د طالبانو د قطر د دفتر د ویندوی سهیل شاهین په وینا طالبانو له جنرال میلر سره په دې هم خبرې وکړې چې پر ملکي ځایونو به حملې نه کېږي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ په ۱۰ شوې وای خو د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر سر اختلاف سبب شوی چې د سولې د خبرو احتمال له جدي خطر سره مخامخ شي.

د افغانستان حکومت په وروستیو ورځو کې یو شمېر طالب بندیان خوشي کړل او طالبانو هم ۲۰ تنه بندیان سره صلیب ته وسپارل.

زلمي خلیلزاد د بندیانو د تبادلې هرکلی وکړ.

خلیلزاد د نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: «د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کوم، د زندانیانو خلاصون د سولې او تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې مهم ګام دی.»

ده همداراز ویلي، امریکا په دې باور ده چې دواړه لوري باید د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې ځانګړو شویو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې زیاتې کړي.

خلیلزاد همدا ډول په زندانانو کې د کورونا وایرس یو واقعي ګواښ بللی چې په وینا یې له همدې کبله باید ژر د بندیانو د خلاصون په برخه کې چټک ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې تر ۱۵۰۰ پورې طالب بندیان به خوشي کړي خو طالبان وايي چې باید د دوی ۵ زره بندیان خوشي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *