تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره له خبرو وروسته نن /شنبه/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
له ولسمشر غني سره د زلمی خلیلزاد د کتنې په مهال د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم حاضر ول.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې زلمی خلیلزاد د بېلابېلو هیوادونو له چارواکو سره د خپلو خبرو د جزییاتو د تشریح کولو ترڅنګ وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په کابل کط له ولسمشر غني سره له کتنې وروسته پاکستان، سعودي غربستان او بیا قطر ته لاړ او د دغو هیوادونو له مشرانو سره یې د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې وکړې.
د وال ستریت ژورنال امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، خلیلزاد پرون په دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم ولیدل.
ورځپاڼه وايي چې تراوسه پورې د خلیلزاد او طالب استارو د خبرو جزییات څرګند نه دي خو غالباً به دواړو خواوو د سولې پر امکاناتو خبرې کړي وي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د مرستیالې په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره په قطر کې خبرې کړې وې.