تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره په خبرو کې له لوی پرمختګ وروسته د سیمه ییزې اجماع لپاره هند ته روان دی.
ښاغلي خلیلزاد نن (دوشنبه) ماښام ناوخته په ۳ ټویټونو کې کښلي چې د ده ټیم او د طالبانو استازي به پر تخنیکي جزییاتو او همداراز د هغې موافقې، چې د ده د کار له پیله پرې کار کېږي، د څلورو برخو د عملي کېدو د بریالیتوب لپاره د میکانیزم پر لازمو ګامونو خبرو ته دوام ورکړي.
ده ټینګار کړی چې پر دغو جزییاتو موافقه ضروری ده.
خلیلزاد د مازدیګر په ۵ بجې د خبر له پای ته رسولو وروسته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي:
«زه به نن ناوخته له وړاندې څخه په ټاکل شویو غونډو کې د ګډون لپاره ډیلي ته لاړ شم څو د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره نړیواله اجماع رامنخته کړم.»
تر دې مخکې نن تاند ته په دوحه کې باوري سرچینو وویل چې پر ټولو مهمو او اساسي مسلو دواړو خواوو موافقه کړې او بر ځینو جزییاتو لا هم بحث کوي.
سرچینې وايي چې طالبان د نهايي موافقې له لاسلیکېدو سمدستي وروسته د امریکا له لوري د زیات شمېر پوځیانو د وتلو د اعلان غوښتونکي دي خو امریکايي پلاوی په لومړي ګام کې د محدود شمېر پوځیانو د وتلو ژمنې ته تیاري ښيي.
خلیلزاد څو ځلې ویلي چې «موږ د سولې يوه داسې هوکړه غواړو چې له مخه یې د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي. په افغانستان کې زموږ شتون د شرایطو له مخې دی او وتل به مو هم شرایطو ته په کتو وي.»
ده په تازه ټویټ کې ویلي«تېره اوونۍ په کابل کې له ښه پرمختګ وروسته مې په وروستیو څو ورځو کې په دوحه کې له طالبانو سره د موافقې د بشپړولو لپاره پر پاتې مسلو تمرکز وکړ چې دا به په مشروط ډول د ځواکونو د وتلو لار پرانیزي. موږ خورا عالي پرمختګ کړی دی.»
خلیلزاد د هغو وړو مسلو یا جزییاتو یادونه ونه کړه چې لا هم د دواړو خواوو استازي پرې خبرې کوي خو په قطر کې باوري سرچینو تاند ته ویلي چې یوه مسله چې لا پرې خبرې روانې دي هغه د اوربند موضوع ده چې طالبان لا هم ټینګار کوي او وايي چې که امریکایان پرې برید نه کوي دوی هم حاضر دي چې نه یوازې پر امریکايي اډو بریدونه ونه کړي بلکې د وتلو په لاره کې یې هیڅ راز خنډ پېښ نه کړي خو طالبان دا لا نه مني چې د افغانستان له حکومت سره به اوربند اعلانوي.
سرچینې وايي، طالبانو یوازې منلې چې د نهايي موافقې له لاسلیکه وروسته به، بې له دې چې اوربند اعلان کړي، په پټه خوله حملې کمې کړي.
سرچینې زیاتوي چې طالبان غواړي چې له امریکا سره له موافقې وروسته لومړی د افغانستان له حکومت او نورو افغان جهتونو سره د نظام پر څرنګوالي او په هغه کې د طالبانو پر ونډې موافقې ته ورسېږي او بیا اوربند اعلان کړي.
سلام ! دافغانانو لپاره ډیر مهم شی اوربند دی ، چې امریکایانو سره یې کوی خوافغانانو سره نه ، کور موګډ شه تاسو چیرې دومره نران شوی یاست چې امریکایان ووژني – په اتلسو کلونو کې تاسو ایله ۲۲۰۰هغه هم په ناغلطی سره امریکایان وزلی خو په لکونه افغانان موقتل کړی