تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: ارګ په رسمي ډول تایید کړه چې خلیلزاد کابل ته راغلی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې د سولې د هوکړې وروستي جزییات شریک کړي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، خلیلزاد بیګا ماښام یو وار له ولسمشر سره کتلي او نن سهار یې د ولسمشر په شمول له اجرائیه رئیس سره هم ناسته کړې او د سولې د هوکړې په وروستیو جزییاتو ورسره غږېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت یو شمېر سرچینو تاند ته ویلي، خلیلزاد د نهایي شوې هوکړې متن کابل ته راوړی او اوس د دواړو هېوادونو استازي د هوکړې په تخنیکي اړخ او د لاسلیک په نیټه او ځای سره بحثونه کوي.
د حکومت یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وايي، هوکړه کې پر اتلس میاشتني انتقالي حکومت توافق شوی چې په ترڅ کې به یې طالبان نه خلع سلاح کېږي بلکې تر خپل کنټرول لاندې سیمې به ورسره وي.
سرچینه وايي، د هوکړې په اساس به د نظام د رهبري شورا هم له روحانیونو او د قومونو له استازو جوړېږي تر څو د دولت رئیس ته په مختلفو برخو کې مشورې ورکړي.
سرچینې ویلي، د دې هوکړې ضمانت به د چین او روسیې په شمول یو شمېر هیوادونه او همداراز نړیوال بنسټونه کوي.