تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: د افغان حکومت سرچینې وايي، زلمی خلیلزاد پاکستان ته له دوه ورځني سفر او د دغه هېواد له لوړپوړو مقاماتو سره تر لیدنې وروسته تېره شپه ناوخته کابل ته راستون شوی او نن غرمه یې له ولسمشر غني سره لیدلي دي.

سرچینه وايي، زلمي خلیلزاد په پاکستان کې له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر جنرال باجوه او نورو چارواکو سره د لیدنو راپور ولسمشر غني ته ورکړی دی او ځینې نوې خبرې یې راوړې دي.

سرچینه وايي، خلیلزاد له کابل څخه د امریکايي پوهنتون د یو استرالوي او بل امریکايي استاد د راخوشې کولو په برخه کې مرسته غوښتې ده، خو په پاکستان کې یې بیا د تاوتریخوالي د راکمولو په تړاو د دغه هېواد مشران هڅولي تر څو طالبان دې ټکي ته راضي کړي.

بلخوا د طالبانو ځینې سرچینې وايي، د طالبانو تحریک له زلمي خلیلزاد څخه نه یوازې انس حقاني بلکې حافظ عبدالرشید او ۸۰ نور مهم طالب کسان غوښتي چې د افغان حکومت له زندانه یې د دوه استادانو به بدل کې ورخوشې کړي.

خو ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد په دې هڅو کې له کابل سره ناکام دی او افغان حکومت نوموړي ته ویلي چې انس حقاني خپل افغانان وژلي دي چې دا هغه نه خوشې کول د افغانانو سره کرښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *