تاند، چهارشنبه، د حوت ۱۴مه: زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راستون شوی دی او نن یې لومړنۍ لیدنې له عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره کړېدي.

په دې لیدنو کې چې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن هم د خلیلزاد ملتیا کوله، په اړه یې د حامد کرزي دفتر وايي له خلیلزاد یې مننه کړې ده چې د طالبانو له تحریک سره یې سوله وکړه.

کرزي په دغه لیدنه کې له خلیلزاد سره له تړون وروسته په بعدي اقداماتو د بحث تر څنګ د مذاکراتي پلاوي په تشکیل هم خبرې کړې دي او ورته یې راپور ورکړی چې په دې تړاو یې ځینې هلې ځلې کړې دي.

اجرائیه ریاست هم وايي، چې خلیلزاد نن له عبدالله عبدالله سره کتلي دي او د سولې وروستي جزیات یې ورسره شریک کړي دي.

خلیلزاد ته ګوته نیول کېږي چې په سوله کې یې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله ډلو ته زیات تمایل ښودلی دی او د اشرف غني د حکومت ضد واقع شوی دی.

One thought on “خلیلزاد کابل ته له راتلو سره سم کرزي او عبدالله ته ورغلی”
  1. دا خاوره به تباه کړی سرګردانه
    آقای بینن سیوانه

    بینن سیوان بیا راغی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *