تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که د حکومت او طالبانو لوری د بندیانو تبادله چټکه نه کړي، ملکي تلفات به نور هم زیات شي.

ښاغلي خلیلزاد د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو د تازه خپاره کړي راپور په اړه په څو پرله پسې ټویتونو کې ویلي، د ملکي تلفاتو په اړه یې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي تلفاتو راپور ولوست خو په وینا یې چې د فبرورۍ په میاشت کې د تاوتریخوالي د راکمېدو له امله د تېر ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو کچه هم ۲۹ سلنه کمه شوې ده.

خلیلزاد ټینګار کړی چې طالبان او افغان حکومت باید د بندیانو د خوشې کولو هڅې ګړندۍ او تاوتریخوالی راکم کړي: (( څومره چې دا لړۍ چټکه شي هومره ژر افغاني مذاکراتو، جوړجاړي او اوربند خواته نږدې کېږو.))

خلیلزاد ټینګار کړی چې په دې برخه کې ځنډ به دواړو لوریو ته د افغانانو د وژل کېدو شمېره لوړه کړي، په داسې حال کې چې د خلیلزاد په وینا اصلي دښمن کورونا یا کوویډ ۱۹ ناروغي ده.

خلیلزد دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې یوناما په خپل تازه راپور کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ۵۳۱ ملکیانو د وژل کېدو او د نږدې ۹۰۰ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملکي تلفاتو ۳۹ سلنه پړه پر طالبانو ده.

افغان حکومت هم په ورته راپور کې ویلي، چې طالبان د سولې او اوربند موضوع ته ژمنتیا نه ښيي او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.

خو طالبانو بیا د یوناما دا راپور رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *