تاند- له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکا پر یو اړخیزو خبرو د ناټو د نورو غړیو له نیوکې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د ناټو له غړیو سره له نژدې کار کوي.
خلیلزاد د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې«له ناټو او نورو شریکانو او متحدانو سره له نژدې کار له لومړۍ ورځې راته لومړیتوب و. موږ په ګډه راغلو. موږ به په ګډه د خپلو ځواکونو په شمېر کې بدلون راوړو. که موږ وتلو، په ګډه به ووځو. په ګډه به د افغانستان او زموږ ټولو د سولې او امنیت لپاره (ووځو).»
خلیلزاد، دا ټویټ وروسته له دې خپور کړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خلیلزاد توندې نیوکې وکړې. (د ښاغلي محب څرګندونې)
محب په داسې حال کې خلیلزاد له طالبانو سره له خپلو خبرو د افغانستان حکومت په بې خبره ساتلو تورن کړی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان مخکې تر مخکې په افغانستان کې د نوي حکومت زېری ورکړی دی. (تفصیل)
شاه محمود قریشي لومړنی کس و چې د قطر د پنځم پړاو د خبرو تر پای ته رسېدو مخکې یې اعلان وکړ چې د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی دی. د قریشي تر اعلان دوې ورځې وروسته خلیلزاد او طالبانو تایید کړه چې دوی په خپل منځ کې په خبرو کې مهم پيرمختګ کړی دی.
د جمعې په ورځ (۱۵ مارچ) د ناټو د افغانستان په روزنیز ماموریت کې د شاملو هیوادونو یو شمېر دیپلوماتانو په دې اعتراض وکړ چې پیسې او قربانۍ دوی ورکړي خو امریکا له طالبانو سره په یو اړخیز ډول خبرې کوي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیز ماموریت کې د ۳۹ شاملو هیوادونو له منځه یې د ۱۰ هیوادونو له دیپلوماتانو سره خبرې کړي او هغوی په دې خواشیني ښکاره کړې چې له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې قطري چارواکي ګډون کولی شي خو د ناټو هغه غړي هیوادونه، چې هر یو په افغانستان کې سلګونه پوځیان لري او د دغه هیواد د پرمختیايي چارو لپاره په سلګونه ملیون ډالر مصرفوي، څنګ ته پرېښودل کېږي.
د رویټرز پر اساس، یوه دیپلومات، چې په افغانستان کې د ناټو په غوڅ ملاتړ ماموریت کې یې هیواد سلګونه پوځیان لري، وویل«که قطري چارواکي د خبرو په وخت حضور لرلی شي، امریکا خپل کلیدي متحدان، چې له ۲۰۰۱ څخه یې د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې ده، څنګه هېروي.
موږ د پیوستون د نښې په توګه د ملیونونو ډالرو ورکولو ته دوام ورکوو، خو کله چې خبره د سولې د ناستو شي، امریکا په یوازې توګه ږغېږي.»
رویټرز د دیپلوماتانو نومونه او د هغوی هیوادونه افشا کړي نه دي او ویلي یې دي چې د دې موضوع د حساسیت له کبله هغوی نه غوښتل چې نومونه یې واخیستل شي.
دغو دیپلوماتانو له رویټرز سره په مرکو کې همداراز ویلي چې د دوی حکومتونه د افغانستان د رغونې لپاره پر خپلو مرستو بیاکتنه کوي. د دغو دیپلوماتانو په وینا د سولې له خبرو څخه د دوی څنګ ته پرېښودل او په عین حال کې د دوی د هیوادوالو او پارلماني غړیو د ملاتړ کمېدل سبب شوي چې هغوی پر خپلو ژمنو بیا غور وکړي.
خو د امریکا د حکومت یوه ویندوی وویل چې د دسمبر له میاشتې را په دې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ځلې د ناټو متحدانو ته معلومات ورکړي او اغېزمنه همږغي یې لومړیتوب دی.
په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي (نایک کې) ویلي چې د ناټو غړي د خبرواترو له لارې د مسلې د حل کولو لپاره د خلیلزاد د هلوځلو بشپړ ملاتړ کوي.
د چک د جمهوریت ولسمشر بیا بل څه وایی.
د روسیی اژانس سپوتنیک داسی خبر نشر کړی: «رئیس جمهور چک، مذاکرات با طالبان را با سیاست آشتی با هیتلر، قبل از جنگ جهانی دوم مقایسه کرد.
میلوش زمن گفت: در حال حاضر ما، متاسفانه، سیاست به اصطلاح “آشتی” را تجربه می کنیم.آشتی با هیتلرنه، بلکه آشتی با طالبان، که با هم بسیار مشابهت دارند. او گفت: «من فکر می کنم که ما بسیار زود ازاین سیاست پشیمان خواهیم شد».
دا هم د ناټو او امریکا همغږی.
د ضیاءالحق د بهرنیو چارو د وزیر اغا شاهی د قوله امریکا په ۱۹۸۰ کال کی د پاکستان څخه وغوښتل چی دوی ته اجازه ورکړی چی د روسانو خلاف مجاهدینو ته لا چا مجاهدین ورته نه ویل کیدل وسلی او پیسی ورکړی ضیاءالحق ورسره دا خبره په دری شرطونو و منله. اول، وسله به ددوی په لاس توزیع کیږی، دوهم، وسله به هغه چاته ورکول کیږی چی ددوی خوښ وي او دریم داچی کله چی شورویان له افغانستان څخه ووتل نو دوی چی د افغانستان سره څه کول امریکا به په کی ګوتی نه وهی. دا په پاکستان د افغانستان خرڅول وو. اغاشاهی وویل چی امریکا زمونږ دری واړه شرطونه ومنل. دا اوسنی خبری هم د همدی موافقی په اساس د افغانانو په تاوان او دافغانستان د استقلال د له منځه تګ په بیه روانی دی او متاسفانه داسی څوک افغانستان د پاکستان غلام کوی چی په افغانستان کی زیږیدلی.