تاند- په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا پخوانی افغان الاصل سفیر زلمی خلیلزاد وايي، که چین په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وي، باید پر پاکستان فشار راوړي.

ښاغلي خلیلزاد افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وروستیو سفرونو او د دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره د چینايي دیپلومات د منځګړتوب هڅو ته په اشارې وویل«که چین په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو او د جګړې د بندولو لټه کوي، باید په دې پوی شي چې دې هدف ته د رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې پر پاکستان فشار راوړي.»

خلیلزاد په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، که چین په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په خپلو وروستیو هلوځلو کې جدي وي باید پاکستان ته قناعت ورکړي چې په خپله خاوره کې دننه د تروریستي ډلو پناهځایونه ختم کړي.

خلیلزاد په ځلونو ویلي چې د افغانستان جګړه هغه مهال پای ته رسېدای شي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړي.

خلیلزاد، چې د جمهوریپال ګوند غړی دی او ولسمشر ټرمپ ته نژدې سیاستوال ګڼل کېږي، په وروستیو کې هڅې پیل کړي چې د امریکا په نوي ستراتیژۍ کې د افغانستان د جګړې پاکستاني عنصر ته زیات پام واوړي او امریکايي چارواکي په دې قانع کړي چې د افغانستان د جګړې کیلي د اسلام اباد په لاس کې ده.

2 thoughts on “خلیلزاد: که چین په رښتیا په افغانستان کې سوله غواړي، پر پاکستان دې فشار راوړي”
  1. دیده شود که سفر اخیر وزیر خارجه چنین به کابل و اسلام‌آباد چه نتیجه‌ای خواهد داد. لیکن اینکه چین بتواند پاکستان را وادار به ترک صادرات عمده اش که تروریزم بین المللی است، بسازد ، کمتر از معجزه نخواهد بود.

    ناگفته نماند ، در جمله ای گروپ های ترورستی که توسط استخبارات نظامی پاکستان، آی اس آی بوجودآورده شده ، یکی آنها حزب اسلامی ترکستان است که علیه دولت چنین فعالیت می کند و اعضای این حزب حتی در سوریه علیه دولت بشار الاسد میجنگند. اگر چین قادر نبوده که پاکستان را مجبور به ختم حمایت اش از ان گروپ کند ، چه گونه خواهد توانست پاکستان را راضی سازد که دست از صدور تروریزم به افغانستان را بگیرد ؟! اما در سیاست هر معجزه ای امکان دارد.

  2. Pakistan is established country with strong army and is more important to US than the warlords country like Afghanistan. General Raziq says many Taliban fighters’ families are living inside the city of Kandahar.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *