تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره د سلامشورو په لړ کې د ترکمنستان له باندنیو چارو وزیر سره وکتل.
ښاغلي خلیلزاد د روسیې، ازبکستان او ترکمنستان له چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو د خپلو وروستیو لیدنو – کتنو په اړه لنډ معلومات په خپله ټویټرپاڼه کې خپاره کړي دي.
ده لیکلي چې د ترکمنستان له باندنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د ګډو هلوځلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي خلیلزاد تر دې وړاندې افغانستان، پاکستان، روسیې، بلجیم، او ازبکستان ته هم سفر کړی دی.
دا ځل د ده په سفر کې ۸ هیوادونه شامل دي.