تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا رييس کریم خلیلي وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ بې باوري مخ په کمېدو ده او هیله لري چې دواړه خواوې به د جګړې د دوو اصلي خواوو په توګه مخامخ خبرې وکړي.
کریم خلیلي، چې نن /شنبه/ یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، په عین حال کې هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې شوي دي.
پرون /جمعه/ رویټرز خبري اژانس د طالبانو د څو مشرانو په قول ادعا وکړه چې د طالبانو او حکومت استازو په سعودي عربستان کې د بندیانو پر خلاصون او د انتخاباتو په لړ کې د امنیت په اړه غیر رسمي خبرې کړي دي.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د رویټرز راپور رد کړ.
د سولې د عالي شورا ريیس وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ یخونه په ویلي کېدو دي او د بې باورۍ فضا د له منځه تګ په حال کې ده.
ده زیاته کړه«تراوسه پورې د حکومت او طالبانو، د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ هیڅ راز رسمي خبرې نه دي شوي؛ څه چې اورېدل شوي هغه اوازې دي خو هیله لرم چې بالاخره خبرې وشي، موږ د همدې لپاره هلې ځلې کوو چې د طالبانو له تحریک سره مخامخ خبرې پیل کړو….»
په همدې حال کې د سولې عالي شورا نن وویل چې د افغانستان د دیني عالمانو د شورا یو پلاوی پاکستان ته تللی چې د سولې د خبرو او د دوو هیوادونو د علماوو د کنفرانس د جوړېدو په اړه خبرې وکړي.
د سولې د عالي شورا ویندوی سید احسان طاهري وویل؛ دا پلاوی، چې عطا الله لودین یې مشري کوي، پرون /جمعه/ اسلام اباد ته ورسېد او له پاکستاني دیني عالمانو سره یې خبرې وکړې.
طاهري وايي، ټاکل شوې ده چې د سولې په اړه د دوو هیوادونو کنفرانس په نژدې راتلونکې کې په اسلام اباد کې جوړ شي.