تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: تاند ته د عبدالله د ټیم تر منځ د اختلافاتو د رسېدلي راپور له مخې ویل شوي چې د صلاح الدین په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند له نوموړي څخه خپله لاره بېله کړې ده.

عبدالله ته نږدې سرچینې تاند ته وايي، اوس د سولې شورا رئیس کریم خلیلي د دغو اختلافاتو د هواري لپاره د عبدالله په ټیم کې دننه په منځګړیتوب بوخت دی.

سرچینه وايي، اختلافات له دې امله دي چې عبدالله پوهېږي که د مصالحې شورا مشري ونه مني، نو سیاسي راتلونکی یې له خطر سره مخ دی، خو احمد ضیا مسعود او صلاح الدین رباني پر عبدالله فشار راوړي چې له صدارتي نظام راوستلو پرته دې پر بل شي هوکړه نه کوي.

 د عبدالله د ټیم یوه سرچینه تاند ته وايي، چې کریم خلیلي تېره شپه د عبدالله د ټاکنیز ټکټ د خفه شویو ملګرو کوربه و او د دغه ټیم په خپلمنځي اختلافاتو یې سره خبرې کړې دي.

 سرچینه وايي، د عبدالله او ولسمشر تر منځ به هوکړه اوس شوې وای، خو دا هوکړه یوازې د صلاح الدین رباني خفګان ځنډولې ده چې د عبدالله په ټیم کې دننه یې شدت خورا محسوس دی.

د راپور له مخې د عبدالله پښتانه پلویان یو طرف ته او تاجیک پلویان یې بل طرفته شوي دي.

تېره شپه د انوارالحق احدي د ګوند یو غړي رحمت الله ځلاند پر ټولنیزو شبکو د یوې غونډې د چمتووالي انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي وو چې د پښتنو د حقونو په اړه لویې غونډې ته چمتووالی نیسي.

همدا راز د صلاح الدین رباني پلویان هم ګڼ انځورونه خپروي چې ښيي نوموړې د عبدالله له حضور پرته د جمعیت غونډې وربللې دي.

2 thoughts on “خلیلي، د عبدالله او صلاح الدین رباني د اختلاف منځګړیتوب ته وردانګلي”
  1. دوروستیو ۴۰ کلونو تاریخ په افغانستان کی ډیر واقعیتونه بربنډ کړی . یو دهغو واقعیتونو نه دهغه بانډونه ( احزابو ) پور ی مربوط سیاسی او قومی ټیکه دارانو واقعی چهری دی چه د ډیرو ښایسته شعارونو او ماسکونو لاندی پټی وی کوم چه په تدریج سره یی د جنګ دتجارت بنیاد په افغانستان کی کیښود ، او طالبان هم ددغه بانډونو زیږنده دی چه اوس په ډیر بربنډ ډول دغه ناروا جنګی تجارت ته مخه کړی . اصلآ دغه د جنګ تجاران ، سیاسی او قومی ټیکه داران د مملکت ، ملت او دولت د جوړولو خلک نه دی ، دوی ثابته کړله چه یوازی او یوازی د ورانولو خلک دی نه د جوړولو .دوی نه نظام جوړولای شی ، نه ددولت سازی هنر لری ، نه هم د ملی وحدت او د مملکت ملی منافعو د حصول دپاره صادقانه برنامی لری ، او نه هم ددی ځپل شوی مملکت او ملت د پیشرفت او ترقی د پاره کومه هڅه . ددوی هڅ او همیشنی توقع بس همداده چه دحکومت لوړ صلاحیتونه او مقامونه ددوی سره وی ، دوی ډیر مادی او معنوی امتیاز ولری ، ملت یی همیشه بی د کوم دلیل نه پیرو او مطیع وی ، او د حساب ورکولو نه مستثنی وی .دغه په ځان مین سیاسی قومی ټیکه دارانوسره د افغانستان د مظلوم ملت هیڅ غم نشته ، خو دوی باید دا هم په یاد ولری چه د افغانستان مجاهد ملت دوی اوس ډیر ښه پیژندلی او یقینآ دوی دخپل دغه خودخواه کردار په نتیجه کی د افغانستان د تاریخ د تجرید او انزوا کندی خواته روان دی .

    1. د خلق او پرچم باند دی مرده باد وی.
      د جهادی سیاسی احزابو په لیکو کی چه سومره فساد وو عامل یی د خلق او پرچم د باند او د خاد ایجنتان وه.
      مرگ دی پر خلقی او پرچمی باندونو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *