تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا رييس وايي، د سولې شورا د دولت د وسله والو مخالفانو د تسلیمېدو غوښتونکې نه ده؛ بلکې له هغوی سره د پخلاینې هلې ځلې کوي.
کریم خلیلي، چې شورا یې د سولې د راوستلو په هلوځلو کې تل له نیوکو سر ه مخامخ کېږي، په عین حال کې وویل چې څوک دې له دې شورا د سولې په راوستلو او پخلاینه کې د معجزې تمه نه لري.
ده وویل، د سولې د عالي شورا پر ضد د تبلیغاتو تر اغېز لاندې به رانشي او د دولت له وسله والو مخالفانو سره به د سولې هڅو ته دوام ورکړي.
ده وویل، د دواړو خواوو لپاره د عزتمنې سولې لټه کوي ځکه چې د جګړې له لارې هیڅ خوا بریالۍ کېدای نه شي.
«د افغانستان د جګړې په نتیجه کې به نه حکومت بریالی شي او نه وسله وال مخالفان.»
د سولې د عالي شورا ريیس زیاته کړه «پخلاینه راکړه ورکړه (معامله) ده. باید څه ورکړو او څه واخلو. باید دواړه خواوې په سوله کې د عزت احساس وکړي او دواړه خواوې باید عزتمن ژوند وکړي.»
خلیلي د سولې په شورا کې د نیمګړتیاوو یادونه وکړه، ویې ویل چې په تدریج به دا ستونزې لېري شي.