تاند- د سولې د عالي شورا ريیس وايي چې دوی هیڅکله له طالبانو دا نه غواړي چې د افغانستان دولت ته تسلیم شي.

کریم خلیلي، چې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر هم دی، د یکشنبې په ورځ /مارج۱۱/ په هرات کې یوې غونډې ته وویل «موږ هیڅکله نه غواړو چې د هغو کسانو عزت او شرافت تر پښو لاندې شي چې د سولې له پروسې سره یوځای شوي دي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس – چې په هرات کې د سولې د پروسې د پیاوړتیا د ولسي غونډې او د سولې د عالي شورا د لیدتوګو د تشریح په نوم کنفرانس ته خبرې کولې – وویل؛ د طالبانو ځینې مشران او قوماندانان چې د سولې له بهیر سره یوځای شوي، له بد برخلیک سره مخامخ شوي دي.

ده د حکومت مشرانو ته په خطاب کې پوښتنه وکړه«هغه قوماندان چې د سولې له بهیر سره یوځای شوی، د اعدام حکم یې په پُلچرخي محبس کې اجرا شوی دی، په داسې حال کې نور طالبان څرنګه باور وکړي؟»

خلیلي دا هم وویل، هغه طالبان چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي د نورو طالبانو له لوري ورته پېغورونه ورکول کېږي نو پکار ده چې حکومت یې درناوی وکړي.

خلیلي په عین حال کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله حتمي ده او ژر به سوله ټینګه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *