تاند، جمعه، د حوت ۲مه: د حزب وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د ټاکنواعلان شوې پایلې له درغلیو ډکې بللي او ګواښ یې کړی چې چاته به په درغلیو د واک چلولو اجازه ور نه کړي.

کریم خلیلي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د عبدالله عبدالله له لوري د موازي اعلان شوي حکومت هرکلی او ملاتړ کوي او په خپله پريکړه به تر اخره ولاړ پاتې شي.

نوموړي ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو پایلې دې لغوه اعلان شي که نه نو هیڅوک د دوی د اعلان کړي حکومت مخه نه شي نیولی: (( موږ له نړیوالې ټولنې هم ګیله من یوو چې هر څه ګوري او غږ نه کوي، زموږ دریځ روښانه دی، موږ باغیان نه یوو، د درغلۍ پر ضد راپورته شوي یوو.))

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چهار شنبې په ورځ ولسمشر غني ته د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو د بیا ځل ولسمشرۍ وثیقه ورکړه او ټاکل شوې چې نوموړی به له یوې میاشتې په کمه موده کې د خپلې لوړې مراسم ونیسي.

4 thoughts on “خلیلي: هیڅوک د عبدالله د اعلان کړي حکومت مخه نه شي نیولی”
  1. خلیلی باید وپوهیژی چه دی اودده ټیم د قانون په وړاندی باغیان دی ، د مملکت دملی حاکمیت ، ارضی تمامیت او ملی امنیت په مقابل کی یی د کودتا هڅه کړی ، د افغانستان دتجزیی اراده یی کړی او ددی بغاوت قیمت ډیر دروند دی ددی حساب به ضرور ورکوی او د پخوانیو غلاو او غصبونو حساب به هم به آینده کی ورکوی ، ملت ددی جنګی تجارانو ، قومی ټیکه دارانو او دوکاندارانو نه چه هیڅ وخت یی ملی سیاست نه دی کړی او نه هم ملی منافعو ته وفادار پاتی شوی ، پوره پوره حساب غوښتونکی د ، اوس به نو د قانون محاسبی ته ځان ټینګوی او خارج ته به تیښته نه کوی

  2. د موازی حکومت هڅه په هیڅ صورت د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده او نه دغه فرهنګ د دنیا په نورو ملکونو کی وجود لری ، دموازی حکومت ، دمملکت تجزیه د جنګی دوکاندارانو کار دی نه د ملی سیاسیونو ، که چیری دوی کولای شی دغه شوم بار په اوږه پورته کړی نو دا ګز او دا میدان ، ددی دکار سره ددوی ورکه راغلی ، هغه متل دی وایی چه د مچ ورکه راشی نو وزر وکړی !

  3. کریم خلیلي د تنظیمي جګړو یو فعال مشروو . د خلیلي ، مزاري ، محقق او نورو ایراني جاسوسانو په مشرۍ یې د کابل په لوېدیز کې د پنځو کلونو په موده کې په زرګونو بېګناه انسانانو غیر انساني او بشري ضد آزموینې کړي هغوی یې شکنجه کړي. په زرګونو معصومو انسانانو جنسي تجاوز شویدی ، د خلکو په سرونو یې مېخونه ټکوهلي ، د خلکو کورونه یې وران کړي ، بیت المال او عسکري قطعات یې چور کړي دي.
    د حامدکرزي په تش نامه واکمنۍ کې یې د کابل لوېدیز کې د ملي دفاع وزارت او ولس مځکې غصب کړیدي چې د حاجي نبي شهر یې یو ښه مثال دی.
    د سولې د عالي شورا د ریاست په وخت کې یې یو مثبت کار ندی کړی ، هلته یې خپل او خپلوانو ته لوړ بستونه ورکړل او هغوی ته یې کار پیداکړ . خپل زوی یې په خارجه وزارت کې مقرر او عاجل د یو دیپلومات په حیث په خارج کې مقرر کړ.
    د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو مطابق د ټولټاکنو او د ولسمشر د انتخاب صلاحیت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دی . له قوانینو سرغړونه او په خپل سر د تش په نامه ځان جمهور رئیس اعلانول د ټولو قوانینو خلاف کار دی ، د بغاوت ، ملي حاکمیت ، او ولس له ارادې خلاف هره کړنه خیانت اوسزای اشد مجازات دی. د افغانستان غیرتمن ولس به هېڅکله توطئه ګرانو ، غلو ، غاصبینو او جنایتکارانو ته دا فرصت ورنکړي چې د دوی سرنوشت په خپل لاس کې واخلي.

  4. خلیلی او محقق او عبدالله بیچاره ګان خبر ندی چی کله ټرمپ یو ټویټ وکړی نو خبره خلاصه ده ځکه آبی مړه تبه شکیدلی

    د خلیلی، مزاری محقق حکمتیار کرزی قانونی سیاف ربانی او ځوی یی همدارنګه دوستم هغه جنګی ډلی ټپلی دی چی پاکستان کی یو غونډه کی لیکلی وو چی جهاد افغانستان دفاع پاکستان مګر دا ولس اوس پوه دی چی ددی ټولو سیاسیونو اوطالبانو او داعش شاته پاکستان پوځ او استخباراتو لاس دی

    چی د همدی پاکستان مالی او نظامی او مالی ملاتړی ابر قدرت هیوادونه برتانیه یعنی د پاکستان پلار او امریکا ځکه ټرمپ پخپله په ۲۰۱۸ کی وویل چی موږ پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ورکړ مګر څه یی ونکړل مطلب افغان ولس چی څومره زموږ غوښتنه ویی نه وژل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *