د سولې شورا مشر کریم خلیلي وايي، ټاکنیز کمسیونونه ورو- ورو خلکو کې خپل شته اعتبار هم بایلي.
نوموړی چې د حزب وحدت مشر هم دی، نن یې یوه ګوندي ناسته کې پارلماني ټاکنې له شرم ډکې وبللې او زیاته یې کړه د ولسي جرګې د غړو انتخاب بل چا کاوه.
نوموړی د چا نوم نه اخلي خو وايي، خلکو تېر ځل ټاکنو کې خپله اراده څرګنده کړه خو ډېرو ځایونو کې د وکیلانو د انتخاب په اړه بلې مرجع پریکړه کوله او دا فیصله به یې کوله چې څوک ناکام څوک کامیاب کړي؟
نوموړي دغه راز تور لګولی چې ځینې کسان ده ته هم راغلل او ورته یې وویل که خلیلي صاحب که تاسې دغه کارونه وکړئ موږ به ستاسې په خوښه کار وکړو چې څوک څوک کامیاب کړو؟
دا په داسې حال کې ده چې پرون اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وویل، ځینې لوري شته چې تېر ځل ټاکنو کې یې هم لاسوهنه کړې ده او دا وار هم دې برخه کې لاس وهي.