تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي، له طالبانو څخه د جوزجان د خماب ولسوالۍ له پاکولو وروسته یې د دغې ولسوالۍ ۴۰ زره ماشومانو ته واکشین رسولي دي.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي تاند ته په یو استولي پیغام کې ویلي، افغان ځواکونه د خماب له فتحې وروسته دې ته متوجه شول چې طالبانو په سیمه کې له دوه کالو راهیسې خلک ماشومانو ته له هر ډول واکسینو منع کړي او بندیز یې پرې لګولی و.
نوموړی وايي، د افغان ځواکونو په هلو ځلو ځايي ماشومانو ته د ساري ناروغیو انفلوینزا، تیتانوس او شري په شمول ګڼ واکسین ورسول شول.
بلخوا د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست فرید عزیزي تاند ته تایید کړه چې په دغه ولسوالۍ کې له کلونو راهیسې د طالبانو جګړو د واکسینو مخه نیولې وه.
نوموړی وايي، اوس هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ماشومانو ته د هر ډول واکسینو تطبیق ناممکن دی.
طالبان هر کال په ځینو نفوذ لاندې سیمو کې د سلګونه زره افغان ماشومانو د پولیو او نورو واکسینو د مخنیوي سبب ګرځي.
طالبان او داعش په ګڼو سیمو کې خلکو ته وايي، چې واکسین حرام دي او بل دلیل ورته دا وايي چې ګواکې دولت د واکسینو د رضاکارانو په جامه کې د دوی د پټنځایونو د په نښه کولو لپاره خلک ور استوي.