څوک یې مني که نه پخوانی پاچا د ملي قیادت په رامنځته کېدا کې ستر خنډ و، چې دده له امله یا یې په شتون کې نه چا د نوي قیادت د را ټوکېدا زړه کړای شوای، نه یې شونتیا لیدله.
خدای بښلي ډاکتر عبدالصمد حامد زما د ټینګار په ځواب کې پخپله خوله ویل : تر هغې چې پخوانی پاچا ژوندی وي، د قیادت مخه نه ویني…
اوس د یوه پر ځای ګڼ خنډونه په مخ کې دي، چې نه د کار حوصله، ظرفیت ورسره دی، نه یې په هنر سر خلاص ساتلی شي ـ په تیاره یې ګوري، چې په تیاره عادت دي ـ امریکا ته یې سترګې نیولې، د ملت پر اراده یې ایمانونه زیانېدلي دي…
زعامت لکه قابلي پلو په چیني جانان غوري کې غواړي…
له دوی هغوی چې واک یې وي، وزیر او والي وي، حکومت د پرښتو ټولی ګوري، نه فکر ته اړ وي نه عمل ته، له دواړو بې نیازه ګرځي، خو له چوکۍ او مقام په لېرې کېدو، د اپوزیسون پر سټیج دومره بر وخېژي چې حکومت کې سل او زر عیبونه راپورته کا…
چې ټاکنې نژدې شي، د دوی اشتها خلاصه شي، خو د ځینو اشتها هم کاذبه خېژي، دلته غونډې، هلته ناستې… نه اصول، نه اصولي سیاست. ته کومه چوکۍ راکوې؟ هغه کوم مقام راته پام کې نیولی…؟
نه څوک جنګسالار وي، نه له بشري حقونو سرغړونکی، کرپټ او د ځمکو غاصب…؟ له هر چا سره کیناستی شي، هر مجرم او خاین ته په ورتلو کې نه شرم ګوري نه حیا، له ټولو سره ایتلاف او ډلبندیو ته چمتو کېدای شي، خو چې دده چوکۍ، مقام او واکمنۍ سره هوکړه کړي، په هماغه پسې ځغلي چې وربشې، جوار یې لمن کې نیولي وي…
نه یې پروګرام ته ګوري، نه ماضي ته او نه هم مانیفست، ټاکنیز کمپاین او سیاسي تشکیلاتو ته، لکه میلمانه څو ورځې راشي، وګرځي، میلمستیاوې ووهي.
ځینې ډالري ماموریتونه او لوړ مقامات تر لاسه کړي او نور هغه یې پخپله مخه ځي، چې تر اوسه یوه هم هېواد کې د اقامت نیت ندی کړی…
ولسمشر لکه له لاسه پر دغه سیاسي تشه او ګډوډېشن خوښ دی، لګیا دی د ځدراڼو خبره څڼې ورته ویچوي، چې څڼې یې نشته د چپنې لستوڼی غورځوي ـ که ملي یا منلي قیادت ته یې مخه نشوای پرانیستی، لږ تر لږه د سیاسي ځواکمن قیادت په رامنځته کېدا کې یې خپل اغېز او نفوذ کارولای شوای، چې دیارلس کاله یو عمر دی، دیارلس ورځې یا اوونۍ نه دي…؟
د ټاکنو په اړه د ولسمشر پر اراده شک له همدې ځایه دی چې له یوه پراخ ځواکمن سیاسي خوځښت سره یې مرسته ونکړه، پاموړ یې ونشوای ګڼلای…
دلته ده چې پر یوه او بل نامه د ډلو، ډلګیو شمېر دومره غزېدلی چې ترمنځ یې توپیر ګران کړی دی. یو وخت یې له دغسې ډلو سره اسلامي ټکی نښلاوه، اوس یې ملي ورسره لګولی وي ـ په دومره شمېر چې نور ښایي د کوم خوځښت لپاره نوم نه وي پاتې… د پټې خزانې په وینا دغه له شمېره وتلی ګڼون هم د دغو خنډانو له لاسه دی، چې نه کار کوي ـ نه له مخې لېرې کېږي، یواځې د سیاست بېلا بېل سټېجونه، ملت یې هایی جیک کړی.
خپلې ډګرۍ، اکاډمیک سندونه او د امریکا یاري پر دغه خوار ملت په دومره لوړه بیه پلوري چې را نیولو ته یې څوک نشي ټینګېدای…
دوی دا ملت له یوې لسیزې په همدغه جادوګرۍ یرغمل کړی ـ که د دستار سړي یې نه وای موندلي، د پړوني هغه موندلی شوای.
دا ملت د دوی له لاسه د جنګسالارانو منګولو کې ښکیل دی، چې له مودو یې پخپل چکر کې لالهانده ساتلی…
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې