تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومته به وغواړي چې د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره له پوځي حللارې لاس واخلي او پر ځای یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.
خواجه اصف وویل، روانه اوونۍ به په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ هڅه وکړي چې د ټرمپ له ادارې سره تماس ونیسي او په دې اړه ورسره خبرې وکړي چې پوځي لارې ازمویل شوي او ناکامه شوي دي.
د پاکستان دولتي راډیو د خواجه اصف له قوله همداراز وویل«که واشنګټن د سیمې له هغو هیوادونو سره چې په طالبانو کې نفوذ لري کار وکړي د سولې د خبرو تابیا نیول کېدای شي.»
اصف همداراز وویل، د ملګروملتو غړیو ته به ووايي چې دې سیمې ته باید سوله راشي او له قوې څخه په کار اخیستلو حللار نه ترلاسه کېږي.
له ډېرو کلونو راهیسې امریکا او افغانستان له پاکستانه پر له پسې غواړي چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي خو پاکستان ظاهراً په دې هدف چې افغانستان لا کمزوری شي او پاکستان ته ډېر تر ډېره امتیازونه ومني وخت ضایع کړی او په بېلابېلو پلمو یې د سولې د خبرو مخالفت کړی دی.
افغان چارواکي وايي، پاکستان د طالبانو هغه عناصر نیولي یا وژلي دي چې سولې ته یې لېوالتیا ښوولې ده.
خو د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته پاکستان سخت تشویش لري چې د جګړې اور به ښايي تر افغانستان پورې رالنډ نه پاتې نه شي او ممکن امریکا د پاکستان په خاوره کې دننه د سختدریځو پر پناهځایونو بریدونه وکړي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او حنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال وویل چې پاکستان د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرستو له ترلاسه کولو سره سره طالبانو ته پناهځایونه ورکړي خو امریکا به نور دا پناهځایونه ونه زغمي.
افغانستان ته د پرمختللیو جنګي وسایلو، په تېره بیا الوتکو راتګ پاکستان د ځان لپاره ګواښونکی ګڼي ځکه چې د دوی په باور له دې ډول الوتکو څخه د افغانستان په جګړه کې کار نه اخیستل کېږي.
خواجه اصف وړاندیز وکړ چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلوراړخیزه ډله دې پراخه شي او نور هیوادونه، چې پر طالبانو اغېز لري، پکې شامل کړای شي.
یو شمېر پاکستاني چارواکي له امریکايي او افغان چارواکو سره په پټو خبرو کې ټینګار کوي چې نور طالبان د دوی له کنټروله وتلي او اکثره مشران یې ایران ته تللي دي.
پر طالبانو له نفوذ لرونکو هیوادونو څخه د خواجه اصف هدف ښايي پر ایران سربېره روسیه هم وي.
نور ستاسوغوندې د ابلیس اولاد ته غوږ نیول به لویه اشتباه وي. دا ۱۶ کاله افغانانو د سولې لار نیولې وه او اوس هم په سوله پوره باور لري، مګر نه طالبان انسانان شو او نه تاسو پاکستانیانو د شیطانت او حیوانیت نه لاس واخست. زه نه پوهیږم چې تاسو پدې جاهلو او وحشي ټالبانو کوم تور جادو کړې چې د ورور وژنې نه لاس نه اخلي.
اوس چې امریکا تاسو په حیث د یو نړیوال تروریست مملکت وپيژدلئ او مرستې یې درباندې بندې کړلې نو پکار ده چې ټول مسایل درسره له پوځي لارې حل کړي.
ټالبان خو یوه معمولي پروژه او افغان دولت یې خپله هم مخه نیولی شي، مګر اصلي لوی خطر ټولې نړۍ ته ستلسو د مملکت شتون دی او باید د نړۍ د نقشې وویستل شي.
دتېروتنې بیا تکرا نه جبرانېدونکې تېروتنه ده