تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سیمې ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر سره په یو وخت وویل، هیواد یې چمتو دی له امریکا سره د افغانستان د سولې په پرمخ بېولو کې ګډ کار وکړي.
خواجه اصف د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې په ایشیا سوسایټي یا اسیا ټولنه څېړنیز انستیتیوت کې وویل، پاکستان تیار دی چې د تروریستانو د مخنیوي لپاره د افغانستان د پولو د اغېزمن کنټرول او د افغانستان د جګړې په سوله ییز حل کې له امریکا سره کار وکړي.
پاکستان تر دې پخوا هم په ځلونو ویلي چې د پولو د کنټرول په برخه کې همکاري کولی شي خو په خپله خاوره کې د افغانستان جګړه پر مخ نه شي بېولی.
د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼې اډیټر او د سیاسي چارو مبصر رحیم الله یوسفزی وايي، له دې خبرې د پاکستان منظور دا دی چې پاکستان د افغان طالبانو مشران په خپله خاوره کې نه ځپي.
خواجه اصف، چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په دوه اویایمه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، همداراز وویل«د افغانستان د ستونزو په خاطر پاکستان پلمه کول نه منصفانه ده او نه دقیق.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت وکړې چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس په هند کې و او هلته یې د هند له دفاع وزیرې سره په ګډه خبري غونډه کې یو وار بیا وویل چې امریکا به د تروریستانو پناهځایونه ونه زغمي.
تر دې وړاندې د اګست په پای کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال ویلي و چې پاکستان د امریکا د ملیاردونو ډالرو له ترلاسه کولو سره سره په خپله خاوره کې سختدریځو ته پناهځایونه ورکړي او نور به امریکا دا پناهځایونه ونه زغمي.
خو خواجه اصف وویل، هیواد یې پخوا د دې لپاره چې په افغانستان کې سیاسي حللار ترلاسه شي، هر څه چې په وس پوره ول، وکړل او دا هڅه هم کوي چې خاوره یې د هیڅ بل هیواد پر ضد ونه کارول شي.
په همدې حال کې افغانستان له پاکستانه غواړي چې له خپلې خاورې د طالبانو مشران وباسي.