پښتون فیلسوف استاد ګل پاچا رح وايي:
ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چا سره
سل پتنګان سوځي دیوې شمعې ژړا سره
د طلوع افغان د تاریخي جرېدې درنو لوستونکو !
نن غواړم دیو داسي انسان په اړه یوڅو کرښي د غمرازۍ په نامه له تاسو سره شریکي کړم، چي هغه نه افغان ؤ، نه مسلمان، خو د افغانانو او مسلمانانو د ښه ژوند لپاره يې د انسانیت په نامه تر شل کاله زیات وخت عملا د یو ریښتني افغان په ډول زموږ د خلکوخدمت کړی دی.
هغه که مسلمان نه ؤ، هغه که اصلا د دې خاوري بچی نه ؤ، خو د انسانیت په نامه يې په دې خاوره کي د دې مسلمان افغان ملت لپاره داسي کارونه کړي دي، چي یوازي تش په نامه افغانان يې فکر لاهم نه سي کولای.
دغه ککرۍ د جاپان له لوړو ودانیو او ښکلو ښارونو څخه د ننګر خړو خاورو ته راغلی ډاکټر (تېڅو ناکامورا) چي په پوره مېړانه يې خپل انساني مسؤلیت اداء کړ، خو له بده مرغه څو ورځي وړاندي هغه مهال، چي کار ته روان ؤ ناڅرګندو وسله والو په سپينه ورځ له خپلو افغان ملګرو سره په مرمیو وویشت.
ډاکټر (تېڅو ناکامورا) د دې هیواد د سمسورتیا لپاره د خولو تویولو ترڅنګ وینه هم توی کړه، خو له انساني خدمت څخه يې لاس وانه خیست.
ډک زړګی له اوښکو ګرځي وریځې په اسمان کې بیا
څه ژړا ملګرې ده دژوند یوې بریښنا سره
دغه ډاکټر، چي زه يې په خپله لیکنه کي د ( کاکا مراد) په نامه یادوم په پښتو ژبه پوهیدی او په شرقي ولایتونو کي يې د شاړو مځکو ابادولو او د کښت کروندې لپاره يې داسي کارونه وکړل، چي د دوی هڅي د یو بشپړ ارګان له توانه وتلي وې، ځکه دده په کار کولو کي انساني صداقت نغښتی او پر افغانانو يې زړه سوځیدی.
ده به ویل، افغانان جګړو ځپلي دي، نړيوالو ته په کارده، چي یوازي د انسانيت له مخي يې لاسنیوی وکړي او پر دوی ته د بیا رغووني له لاري اقتصادي پیاوړتیا ورکړي.
کاکا مراد په دې باور ؤ، چي افغانان ډېر سپین زړي خلک دي، کرکه او نفرت په زړه کي نه ساتي او که کومه خبره يې پر زړه وي سمدستي درته وایی.
کاکا مراد به عملا له افغانانو سره په کښت کروندو او درنو کارونو کي ونډه اخیسته او په خپله به يې د یو کارګر په ډول درنې ګونۍ په شا وړلې.
چې د غمجنو په حال سوځي هغه زړه غواړمه
داسې پتنګ سره یو ځای خپل سوځیده غواړمه
د ده دا خبره ډېره مشهوره ده، چي د یو افغان کارګر په جواب کي يې ویلي ؤ: «داسمه ده، چي ورځ تېره او وخت پوره دی، مګر یوساعت که د خپل وطن لپاره اضافه کار وکړې، نو داهیواد به د نورو پرمختللو هیوادونو په ډول اباد سي. »
کاکا مراد له افغانانو سره د اوږدو انساني مرستو هیله درلوده او له ملګرو سره به يې ویل، چي زما له کار سره مینه ده، کار انسان له دنیايي ناخوالو ژغوري او زړه يې له وسوسو ساتي.
لږ غوندې درد او دلسوزي د همدردۍ دپاره
که په کوم زړه کې ځای لري ترې ځاریده غواړمه
د سوز ژړا چې کله وینمه د شمعې په مخ
د رنځورانو سر ته هسې ژړیده غواړمه
ریښتني افغانان هیڅکله خپل میلمه اوبیا داسي ګټور میلمه هیڅکله نه ځوروي، هغه وژل خو يې لا لیري خبره ده.
د کاکا مراد په وژنه کي د هغه چا لاس دی،چي پر دې خاوره او خلکو يې ښه نه دي پيرزو.
ډاکټر تېڅو ناکامورا (کاکا مراد) په افغانستان کي یوازي د انساني همدردۍ لپاره کار کاوه او ترلاس لاندي کسان يې پر همدې بنسټ کارکولو ته هڅول او ویل به يې چي
(باید د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره تر ټاکل سوي وخت زیات کار وسي.)
زړه يې مه بوله تورکاڼی دصحر ا دی
په لیدو د زخمي زړه چي زخمي نه سي
د کاکا مراد انساني کوښښونه موږ ته دا درس راکوي، چي ټولي د (نژاد، قوم، سیمي، ژبي او نوري …) ناخوالي شاته وغورځوو، یوازي افغانیت ته په پام سره دې خاوري او خلکو ته د ریښتني خدمت لستوڼي راپورته کړو، ترڅو په دې ډول هم خدای (ج) اوهم د هغه بندګان له موږ څخه خوشحال سي، چي دغسي ژوند ته نو د انساني خواخوږۍ ژوند وايي.
د همداسي ورځي په هیله
۱۴ – ۱۲ – ۲۰۱۹
شنبه
دغه لیکنه د کندهار اطلاعات اوفرهنګ ریاست کي د نوموړي سره د خواخوږۍ په جوړه سوې غونډه کي لوستل سوې ده.