د دې لړۍ په لومړۍ برخه کې مو د هغه زړې بوډۍ مور یادونه وکړه چې يواځې د ايټاليا ميلان ښار ته روانه وه او ځوۍ يې دلته په ايټاليا کې قبول شوی و.

د ژوند هر اړخ خوږ وي، د کورنۍ هر غړی خپل خپل ارزښت لری، خو اولاد او مور بيا بيل خوږلت لري، ددغه ناځوانه هلک مور چې يواځې يې دلته را غوښتې وه او د مور له خبرو يې برېښېدله چې خوشاله ده، خو له څېرې يې معلومېدل چې په يو نا معلوم کشمکش کې ده. د هغې په سترګو کې مې تر ايټاليا څو ځلې ولوستل چې له ما يې پوښتل ايا دلته به يې ژوند څنګه وي، هغه ځوۍ ته راغلې چې هغه ورته تر هوايي ډګره هم نه شي راتللی او له همدې کبله يې څو ځل راته وویل چې ځويه ما يواځې پرېنږدې، زه څوک نه پيژنم هلته يو هلک راته ولاړ دی، خوريي مې دی، هغه ته مې وسپاره بيا چې ته چېرته تللې الله دې مل شه.

د يوې مور د زړه درد مې حس کولی شو، ځکه خپله خوږه مور زما په بېلتون خفه وه او تر دې ځایه ددې مور په تشویش وم چې هلته يې خوريې ورته راغلی او که نه او څنګه به تر خپل منزله ورسېږي. ددې حرفونو تر شا زموږ د افغانستان د هر وګړي کیسه پرته ده، موږ ټول په همداسې يو حالت کې ژوند کوو او په هر څه کې تشویش او اظطراب اخیستي يوو. خدای دې وکړي چې هغه ځوۍ چې مور يې تر دې ځایه پسې راغله په دې پاتې عمر کې د خپلې مور خدمت وکړي.

1خو تر اوسه زه نه پوهېږم چې ولې هغه امریکايي بوډا افغان ته ما څه ونه ويل چې د افغانستان پسې يې خبرې کولې، شاید د روژې وجه به وه او يا شاد دا چې له ما يو سيټ مخکې ناست و، نو څه مې ونه ویل، خو افسوس راځي چې همدې خلکو زموږ د عامو افغانانو ژوند خراب کړی، همدوی زموږ د سلګونه وروڼو حقوق اخلي او همدوی بيا په خاورې پسې خبرې کوي. په کور دننه زموږ ښه ښه کدرونه بېکاره وي، خو دوی چې د ګرين کارډ سره راشي، بيا ډبل معاشونه اخلي او وړي يې خارج کې پانګونې کوي، د معاش تر څنګ وهنې خو معلومېږي دي چې کوي يې او بيا په وطن پسې کنځاوې هم همدوی کوي.

ماته ښه ياد دي چې کله هم چا زما د خاورې پسې خبره کړې، زه چپ نه يم پاتې شوی او حتما مې ځواب ورکړی، خو بوډا د قسمت والا و، که نه په الوتکه کې به خبره تر لفظي مشاجرې هم ور اووښتی وی، مګر بله خوبي دا وه چې هغه يواځې تر ترکيې را سره و او بيا په خپله مخه ولاړ، موږ د ايټاليا په لور سفر پيل کړ او ماښام روژه مو هم په همدې الوتکه کې ماته کړه، د شپې يوولس بجې د ميلان په هوايي ډګر کې ښکته شو او بوډۍ مورکۍ مې په هغه هلک وسپارله، ماته ډرېور ولاړ و، شا يې وه راته، خو په لاس کې په ليکل شوي بورد مې خپل نوم ولوسته او تر څنګ يې ورغلم، د برقونو په رڼا کې له مېدان ووتلو او د ويجيوانو(Vigevano) په لور مو حرکت وکړ. دا د ميلان څخه تقريبا ديرش کيلومتره لرې يو کوچنی ښار دی چېرته چې زه اوس اوسېږم.

1د ويجيوانو خلک تر ډېره يو بل سره پيژني، ځکه د ټول ښار ابادي ۶۲ زره ده ، اکثره ودانۍ يې پخوانۍ دي او د لرګيو تيرونه په کې دي، خو اوس په کې يو شمېر نوې هغه هم جوړېږي، سړکونه يې کوچني او کوڅې يې تنګې تنګې دي چې يو طرفه موټر په کې تلی شي. په انګليسي په کې يواځې يو نيم پوهېږي، خو قسمت والا به يې چې هغه نفر پيدا کړې. سره له دې چې د ايټاليا د خلکو په اړه ويل کېږی چې اکثره يې کبرجن او مغرور دي، خو زما خپلې تجربې له مخې داسې يې ډېر کم دي او اکثره خلک يې ټولنيز او اجتماعي دي، که در سره مخ شي هم سلام او که خدای په اماني کوي هم هم سلام کوي دوی (چاو) وايي.

دلته د رسېدو د ورزشي خبريالانو دنړېوالې ټولنې د دفتر رئيس جياني ميرلو راته د هوټل تر مخې ولاړ و، ښه روغبر يې را سره وکړ، هوټل ته يې ور معرفي کړم او د خدای په امانۍ په وخت کې يې وويل نن شپه دلته اوسه، سبا به دې خپل کور ته ورسوو چې باقي هلته به اوسې، زه هوټل ته ننوتم او هغه خپل کور ته روان شو.

نور بيا…

One thought on “خواره واره يادښتونه (۲) سائر ځلاند”
  1. دا چې په لیکنه کې مو څو اړخونو ته اشاره وکړه یانې د افغانستان د وګړو په اړه، د افغانستان د سیاسیون په اړه او په تیر د مور د زوی سره د مینې په اړه د لوستلو نه مې ډیر خوند واخسته خو په دی هیله چې د ایټالیا د وینز ښار په اړه عیني تجربې او معلومات زمونږ سره شریک کړې.
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *