د ويجيوانو کوڅې راته پردۍ پردۍ ښکارېدې او پردۍ وې، د ګروپونو په رڼا کې جياني مېرلو د خپل کور په لور روان شو او لا خو ماته معلومه هم نه وه چې کور يې دلته نږدې دی او که لرې، په هغه سپين ږيري سړي مې زړه هم خوږېدلو چې زما لپاره يې دومره تکلیف وګاللو او دېخوا د الوتکې د ټرانزيټ کارکوونکو بیک هم راته شکولی و، نو زړه مې ټوټه ټوټه شو، لاس مې هم ژوبل شوی و، خو د هوټل په لیفټ کې مې پورته کړ او تر خپلې خونې ورسېدم. ويجيوانو لکه څنګه مې چې مخکې وویل یو کوچنی ښار دی، وداني يې زما په زړه ننوتې، له اولې شپې وروسته اوس داسې احساس کوم چې په دې ښار کې مې ډېر عمر تیر شوی، خلک يې له مينې ډک دي او کینه په کې بيخي نیشته. ماته د دې شپې احساس بيخي نه هېرېدونکی دی، له دمې وړاندې مې باید کورنۍ ته احوال ورکړی وی چې زه خپل ځای ته ورسېدم، خو له هغې وړاندې مې د خونې ټول لوازم وارزول، شاور مې واخیست او بیا مې د واصف الله شمس سره خبرې وشوې، تسلي مې ورکړه چې زه په خیریت يم، او سهار د روژې لومړی سهار بې له پیشنمي په ځان هم قهر کړی وم چې نه به ويده کېدلی، ولږې اخیستی وم، خو د دفتر دوه همکارانې اليزا او د بلې نوم رانه هیر دی، په موټر کې راپسې راغلې چې لومړی کور او بیا دفتر ته ولاړ شو، د هغوی ښه راغلاست د کوربه توب حس را کړ، موږ افغانان په ټوله کې یو عادت لرو چې د مېرمنو سره ډېرې خبرې نه کوو او که يې کوو، نو دوه ډوله به وي، یا خو به ور سره د وينې رشته لرو او يا به هم د هوس په نظر ورته ګورو، خو دوی سره زما دا یوه رشته هم نه وه او یواځې د یو انسان په توګه ور سره مخ شوی وم، ماته د هغوی په وجود کې مې یو ډول سکون احساسولو او بیا مې چې په دې سهار د ويجيوانو کوڅو ته لیدل نو پېغورونه يې را کول چې شپږ سوه کاله وړاندې جوړې شوې دغه ابادۍ وس هم تروتازه دي او ان کوم داغ هم پرې نیشته، ماته يې په اول سهار د خپل کابل د بالاحصار د ماڼۍ پېغور را کړو چې څنګه به لوټه لوټه کړې او وس يې اثر هم په ورکېدو دی، د پښو لاندې د پښو خښتو جوړو شويو سړکونو د کارته نو سړکونه را په زړه کړل چې هر سهار او مازیګر ور باندې ساعتونه ساعتونه منتظر یم او که مزل پرې کوې هم د مېږي په مزل به روان يې، د کابل تورخم د لارې هغه ځایونه يې هم را په زړه کړل چې ميليونونه افغانۍ ور باندې لګېدلي دي، خو د څو کلونو په موده کې وس دليدلو نه دي، خو دې کوڅو کې هېڅ تغیر نه دی راغلی، یواځې د ديوالونوو رنګونه يې تغیر شوي او نسلونه ورباندې تېر شوي، خو چا يې د تخريب لپاره لاس نه دی پورته کړی.
ماته دا خوند نه را کوي چې زه دې همیش د خپل هېواد بده ووايم، بلکې تل مې کوشش کړی چې د خپل هېواد ستاينه وکړم، خو له تاسو څه پټه چې زه وس په سترګو کې درته خاورې وشيندم او ووايم چې نه بابا ايټالیا خو هېڅ هېواد نه دی او یواځې د دشت برچي ساحه هم نه پرې ورکوو، خو داسې نه ده، زه حیران ددې ځای خلکو ته یم چې څنګه خواري کوي چې لا هم خپل ځانونه مخکې کړي او ددې ټولو علت پوهه او علم دی، ماشومان يې په په شور او زوګ روان وي، ښوونځيو ته، ځوانان په ګډه پوهنتونونو ته ځي او مشران يې کار کوي چې راتلونکي نسل ته نوي څه وړاندې کړي، خو زموږ مشرانو موږ ته تل په میراث کې جنګ پرېښی، راتلونکو نسلونو مو د مشرانو په نقش قدم عمل کړی او تر ما يې را رسولې، زه غواړم دا ځل په یوه بله لاره پل واخلم پرې چې راته سخته وي، پرې چې زه د مشکلاتو سره مخ شو، خو لاره به مې له ازغيو خالي وي او زما راتلونکی نسل به بیا نه وايي چې موږ مشرانو په غلطه روان کړي وو او موږ يې قدم نه پرېږدو.
زما سفر دلته په همدې موخه و چې څنګه د خپلو ځوانو خبريالانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د بهرنيو خبريالانو تجربې اخیستلی شو او هلته يې په هېواد کې عملي کولی شو. موږ د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې په دوحه کې د ۱۲۲ هېوادونو تر منځ د نړېوالو ورزشي خبريالانو د مشرتابه او بورد لپاره ټاکنې لرو چې زه باید دلته د هغې د امادګۍ لپاره د ورزشي خبريالانو د نړېوال فدراسيون د ارشيف کنټرول وکړم او د يو پريزنټیشن لپاره ترې مواد را برابر کړم. افغانستان ددغه فدراسيون سره په ۲۰۱۳ کې غړيتوب اخیستی، خو رسمي شوی تر اوسه نه و او په ۲۰۱۵ کال کې د ورزشي خبریالانو نړيوال فدراسيون پرېکړه وکړه چې ما ددغه فدراسيون د ریاست لپاره وټاکي او په رسمي توګه ور سره راجستر شو. زه د قطر د ټاکنو لپاره دلته راغلی وم، خو موخه مې دا وه چې له دې ځایه خپل هېواد ته څه وړلی شم، هلته زما ملګري خبريالان چې روزنې ته اړتيا لري، زه ورته څه کولی شم؟ په همدې سوج کې وم چې اليزا را غږ کړ چې دفتر ورسېد، دفتر په یوه لس پوړيزه ودانۍ کې لومړي منزل کې دی چې پاسه بیا کورونه دي، خوبي داده چې دروازې د کلي سره په اتومات ډول خلاصېږي او بېرته په خپله بندېږي، که کلي در سره نه وي، بیا کولی شې د اړوند دفتر تکمه کېکاږې او ور سره خبرې وکړې. دفتر ته په ننتو سره ټول زما لیدلو ته راغلل او په ماته ګوډه انګليسي يې ښه راغلاست راته وویل. زه ددوی په منځ کې داسې وم لکه په ۲۰۰۴ کال کې چې زه کوچنی ماشوم وم او زموږ د کلي ټول خلک د يوې خارجي خبريالې څخه را تاو و او په وازه خوله يې د هغې انګليسي خبرو ته غوږ نېولی و، هغه وخت ماته وس هم يادېږي، یوه تر ټوله نه هېرېدونکي خاطره يې را سره ده او کله به مې هم هیره نه شي چې په دې ورځ زموږ د کلي هر سړي کوشش کولو چې د خبريالې سره خبرې وکړي، خو په انګليسي څوک پوهېدل نه، د هغې ترجمان یواځې د ملکانو سره خبرې کولې او په دې کې زموږ د کلي یو ځوان راغی د غرمې په مهال يې ورته Good morning وویل او دوهمه جمله يې I love you وه، دا هغه وخت تر دې چې موږ يې په معنی پوهېدلو د هغه نفر لپاره یو امتياز و او دلته هم چې زه د دفتر د همکارانو سره مخ شو، نو ماته يې همدومره قدر را کړو لکه څومره چې موږ هلته یو بهرني چا ته ورکوو. دوی ټولو کوښښ کولو چې لومړی را سره خبرې وکړي، هغوی چې انګليسي يې کمزورې وه، یواځې د Hi او Hello، How are you ویلو بسنه وکړه او نورو تر ډېره د افغانستان په اړه، د طالبانو، داعش، زموږ د مجاهدينو او کورنيو جګړو په اړه ډېرې پوښتنې وکړې. د جنګ له ماحوله مې وویستل او بیا د افغانستان په کریکټ، فوټبال او مارشال ورزشونو باندې یوه شېبه وغږېدلو چې څنګه موږ نړيوالو ته ښودلې چې موږ یواځې جنګ نه، بلکې د لوبو په مېدان کې هم نومونه جوړولی شو.
نوربیا.