لمر په لړه کې پټ و، وچ یخ و. کوڅه تشه وه. لرې د ونو خوا ته یوه ښځه ښکاریده. ورو ورو وررهي شوم. چې ورورسیدم، ښځې مخ بل لور ته وګرځاوه او یو شی یې تر تخرګ لاندې کړل.

زه پرې تیر شوم خو سودا مې شوه چې دا څه کوي. بیرته راوګرځیدم. څنګ ته یې سوکه شوم. د الکحولو تیز بوی ته، دې د خاک جارو د صندوق سر پورته کړی و له هغه یې راایستلي خواړه پر یوه پلاستیکي کڅوړه کتار کړي وو. ورته ومې ویل:

– له ماسره په کور کې خواړه شته زه به یې درته راوړم.

دې ځیر ځير راته وکتل او ځواب یې رانه کړ. زه کور ته ولاړم. خواړه مې راواخیستل.چې راغلم دا ښځه نه وه. شاوخوا مې وکتل لکه په لړه کې پټ لمر ورکه شوې وه. د خوړو کڅوړه مې د صندوق څنګ ته کیښوده او راروان شوم. څو ګامه مې نه و اخیستي چې د پلاستیک کش پش مې تر غوږو شو. پیشو وه زما د راوړیو خوړو کڅوړه یې څیرله. ورمنډه مې کړه:

– پشئ

د ونې له شا همهغه ښځه راښکاره شوه چې مخکې یې خواړه توشپل، دې راته وویل:

– پیشو زما ده

– ما دا تا ته راوړي

– ما یو څه خوړلي مه کوه چې دا مړه شي.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *