داکتر احمدمجیب احمدي
دعمومي جراحي متخصص
انسانان هغه وخت پخپل ژوند او کار کې کامیاب دي چې جسمي او رواني روغتیا ولري، ځکه د ژوند دکامیاب دوام لپاره دا ضروري ده چې موږ نورمال و اوسو او خپل عمل او عکس العمل مو په اختیار کې وي، موږ باید دخپل هر عمل لپاره مسوول وو او دهغو لپاره قانع کونکی ځواب ولرو.
د انسان د رواني روغتیا لپاره د جسمي روغتیا شتون یو ضروري امر دی، جسمي روغتیا د مختلفو فکتورونو په واسطه تهدیدېږي چې تر ټولو ضروري یې زموږ خوراک او غذا ده. په پرمختللو ټولنو کې د انسان ورځنی خوراک د انرژي د ضرورت په اساس ټاکل کېږي یعني هر شخص باید هومره انرژي واخلي څومره چې مصرفوي او بل دا چې د اخستونکې انرژی منابع باید معلوم وي داسې نه چې حد اکثر انرژي له یوې منبع څخه تر لاسه کړي.
د انسان وجود د خپلو حجرو او انساجو د ترمیم لپاره منرالونو، ویټامینونو، پروټینونو، خوږو او غوړو ته ضرورت لرو، ددوی له جملې څخه یواځي پروټین، کاربوهایدریت یعنې خواږه مواد او شحم یعنې غوړ د انرژي د تولید منابع ګڼل کېږي په دې ډول چې لومړي دوه له هر ګرام څخه څلور نیم کالوري او دریم له خپل هر ګرام څخه ۹ نه ګرامه کالوري تولیدوي، دیوه نارمل شخص د انرژي ورځنی ضرورت باید له همدې دریو منابعو څخه پوره شي په دې ډول چې غوړ تر ټولو کم، خواږه هم کم هغه هم له طبعې منابعو څخه لکه میوه جات او پروټین زیات واخیستل شئ.
غوړي او پروټین له حیواني او نباتي منابعو څخه په لاس راځي، حیواني غوړي تر نباتي غړیو زیات تاواني دي ځکه حیواني خوړي پخپل ترکیبت کې په زیاته کچه کولیسترول لري چې د غوړیو یو ډېر مضر جز دی چې په سختي سره په بدن کې تجزیه کېږي اما دماهي غوړي د ګټورو غوړیو له جملې څخه دی او باید نسبتاً زیات استعمال شئ. د حیواني پروټینو زیات استعمال هم له خطره خالي نه دی، باید کوښښ وشې ترڅو تر زیاتې کچې د بدن د پروټین ضرورت له نباتي پروټینو لکه د حبوباتو کورنۍ څخه پوره شئ.
یو نارمل شخص په شپه او ورځ کې تقریباً درې لیتره مایعاتو ته ضرورت لري باید کوښښ وکړو تر څو په زیات اندازه پاکې اوبه وڅښو، د اوبو زیات څښل د معدې، کولمو، پښتورګو، پوستکي او حتی ټولو اعضاوو د لا روغتیا سبب ګرځي.
د میوو او سبزیجاو زیات خوړل که له یوه طرفه په کافي اندازه طبعي خواږه،ویټآمینونه، او منرالونه پخپل ترکیبت کې لري له بل طرفه پخپل ترکیبت کې پوره اندازه فایبر لري چې د فاضله موادو حجم زیاتوي، د کولمو له داخل څخه د اوبو د تيښتې مخه نیسي، د معدې او کولمو حرکات غښتلي کوياو په دې ډول د قبضیت څخه مخنیوی کوي.
نور بیا……..