آیا پوهیږئ یو وخت څیړاندو ویلي وو چې بوره صحت ته تاوان نه رسوي؟
په نولس سوه اویایمو کلونو کې څیړاندو ویلي وو که خلک د بورې یا شکرې په شان کاربوهایدراټس وخوري نه ېې وزن زیاتیږي او نه د زړه او رګونو په ناروغیو اخته کیږي.
نارویژی څیړاند وايي خلک تر اوسه په طبابت کې د دغسې تیروتنو تاوان ورکوي.
په دغو وختونو کې یوازې غوړ د انسان د روغتیا دښمنان بلل شوي وو
په نولسمې لسیزې کې څیړاندو دې توجه وکړه چې غوړ خطرناکه دي خو لا ېې هم خواږه د صحت لپاره مفید بلل په هغه وخت کې څیړاند په دې نه پوهیدل چې خواږه یا کاربوهایدرت په بدن کې بیرته په غوړو بدلیږي ځکه خو ېې فکر کاوه چې یوازې غوړ سړی چاغوي او د زړه او رګونو ناروغۍ پيدا کوي.
له بده مرغه تراوسه پورې زموږ په ټولنه کې یوازې غوړ خطرناک بلل کیږي او ډیری کسان نه پوهیږي چې خواږه هم د غوړو په شان خطرناکه دي.
د انسان په بدن کې پر غوړو د خوږو د بدلیدا کیسه اوس بیخي روښانه شوې ده پر انسانانو سربیره ډیر حیونات دغه وړتیا لري ځکه خو په پسونو کې وازګه پریمانه پيدا کیږي له دې سره سره چې څاروي له وښو او بوټوپرته نور شیان نه خوري او یوازې کاربوهایدریټ تر لاسه کوي خو په ټولو کې دغه خواږه په وازګه او غوړو بدلیږي.
پخوا حتي داسې ویل کیدل چې خواږه ،غوړ او پروتین سوځوي او اشتها خرابوي ځکه خو که څوک وزن کموي باید بوره په خپل خوراکي رژیم کې ولري. حتي حکومتونو ته سپارښتنه شوې وه چې کاربو هایدریت په بدن کې مثب رول لوبوي.
حتي په ۱۹۹۷ کال کې د ملګرو ملتو د خوړو د نړیوالې ادارې فاو په راپور کې راغلي ؤ چې بوره یا شکره سلامتیا ته تاوان نه پیښوي.
خو اوس ټول په دې پوهیږي چې دغه څیړنې ناسمې وې نو ډیرې اوسنۍ څیړنې هم ممکن څو کاله وروسته ناسمې ثابتې شي ځکه خو باید هر شي ته د شک په سترګه وکتل وشي او هغه څیړنې په پټو سترګو ونه منل شي چې په اټکلونو او پوښتنو ګرویژنو ولاړې وي.
اوس دا خبره عملاً ثابته شوې ده چې خواږه په بدن کې په غوړو بدلیږي خو پخوا دغه خبره څرګنده نه وه په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ په ټولنو کې حتي ډاکټران خلک یوازې له غوړو منع کوي او د خوږو او ډیرې وچې ډوډۍ د خوړو پر زیان ډیر څه نه وايي.په داسې حال کې کاربوهایدریټ د غوړو هومره په چاغۍ کې رول لري
نن سبا په ارواپايي ټولنو کې کولا، انرژي څښاک، او نورې نوشابې خطرناکې ګڼل کیږي په تیره بیا مور او پلار ته سپارښتنه کیږي چې ماشومان له دغو شیانو وساتئ خو په ۱۹۶۵ کال کې میندو ته سپارښتنه شوې چې دماشومانو او ځلمکیانو ستړیا او کمزوري خطرناکه ده نو کله چې د ستوماني احساس کوي کولا یا نورې نوشابې ورکوئ چې ډیره خطرناکه سپارښتنه وه.
د بورې او شکرې یو خطر دا دی چې کاربوهایدریټ په بدن کې په پولیټین اسید بدلیږي او دغه غوړه ماده د مازغو لپاره خطرناکه وي.
حتي نن سبا دا ویل کیږي چې ممکن شکره او بوره تر غوړو خطرناکه وي ځکه چې په دې وروستیو کلونو کې ډاکټران دې نتیجې ته ورسیدل چې ځینې غوړ په تیره بیا د کب او زیتون غوړ بدن ته ګټه لري خو د اشباع شويو غوړو په هکله ټول یوه خوله دي چې بدن ته تاوان لري.
په هر حال نن سبا په افغانستان کې خواږه ډیر خوړل کیږي، په تیره بیا نوشابې او انرژي څښاک ډیر عام دی، له بلې خوا د لویو ښارونو هوا ورځ تربلې ورځې ککړیږي، نو که د بمونو ، انتحاریانو او نورو جرمونو او وژلو مخه نه شو نیولی ښه خواړه او سمه تغذیه مو په خپل لاس کې لطفاُ دغو ټکو ته پام وکړئ او دځان او ماشومانو راتلونکی خوندي کړئ.