د ټاکنو روانې لړۍ هېواد له لوى بحران سره مخ کړى، ټاکنې په نوره نړۍ کې د تحول او بدلون سبب ګرځي او اپوزيسيونونه د دولت د ټولو هغو نيمګړتياو په پوره کولو غور کوي، چې دولت يې په ځان کې لري. نو د ټاکنو په لړۍ کې چې کله اپوزيسيون بريالى کېږي، د دولت د ټولو نيمګړتياو او ستونزو د بشپړولو هڅه کوي، چې په خپلو کارونو سره خپل ولس ته خدمتونه او اسانتياوې رامنځته کوي، ورځ تر بلې يې اقتصاد پياوړى او سياستونه نور هم غوره او اغېزمن کېږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې پر دې سربېره، چې اقتصاد او سياستونه مو په نورو پورې تړلي، ټاکنې هم پکې په يوه لويه معضله بدلې شوې دي. سړى دې ته حيران شي، چې له يوه پلوه چيغې وهي، چې ډيموکراټيکي پروسې او ولسواکۍ ته درناوى لري، خو له بل لوري بيا د زور او جګړې پيغامونه ورکوي. دوى ملامته نه دي، ځکه هغه ګګر بګر ويښتان يې په جېلدارو وېښتو او خيرنې جامې يې په نکټايي دارو درېشيو بدلې شوې دي. نور نو افکار هغه پخواني له باردو ډک افکار دي.
په تېرو دوه پړاو ټاکنو کې، خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې، ملي ځواکونو مو قربانۍ ورکړې او د سوال شا وخوا درې سوه مليون ډالر پکې ولګول شول، ترڅو هېواد له راتلونکي بحراني حالت څخه وژغورل شي. خو سړي ته بيا د شاعر دغه بيت چې : خوب وينم عالمه کې يې څوک راکي مانا… ياد ته راځي. داسې يو ګډ وډ خوب، چې هيڅ تعبير نه لري او که تعبير يې هم کړو نو کړېدلى هېواد نور هم د بحران پر لوري بيايي. نو د داسې يوې ډلې رامنځته کول، چې هم اپوزيسيون وي او هم حکومت؛ ډېره د خندا وړ خبره ده. اپوزيسيونونه همېشه د دولت پر کړنو څار او نيوکې کوي او په اکثرا حالاتو کې دولت ته غوره مشورې ورکوي او د ملي ګټو د مطرح کېدو پر مهال بيا له حکومت سره په يوه قطار کې دريږي او د هېواد له ګټو دفاع کوي، خو داسې يو اپوزيسيون، چې د دفتر او نورو لګښتونو پيسې يې د حکومت له لوري ورکړل شي، نو ايا له شخصي ګټو پرته به ملي ګټې په پام کې ونيسي؟ نه هيڅکله نه. له بله پلوه به اجراييه شورا هم د بايلونکي ټيم په لاس کې کوي، چې دا يې بيا تر ټولو خطرناک کار دى.
ځکه په يوه هېواد کې به دوه ولسمشران موجود وي او د طالبانو له واکمنۍ سره به يې هيڅ توپير نه کېږي، هغه مهال د دوو ډلو تر منځ ګرمه جګړه روانه وه، خو په دا ډول حکومت کې به سړه يا سياسي جګړه روانه وي او په خپلو چارو کې به هيڅکله هم يوه بل ته غوږ نه ږدي او دواړه به ځانونه د ټاکنو بريالي نوماندان بولي. ځکه دا ډول تجربې په افغانستان کې تېرې شوې او د يوه بل د زغملو وړتيا نه لرو. دا ډول حکومتونو ته هيڅکله هم د ملي يووالي او مشارکت نوم نه شو ورکولى، ځکه کله چې د هېواد سياسي ډلې خپل هېواد په بحران کې ويني او په دې هم ښه پوهېږي، چې هېواد يې د ټاکنو د تر سره کولو وس نه لري، نو د بې ځايه پيسو لګولو او د خلکو له قربانولو وړاندې، د ملي اجماع (لويې جرګې) په رابللو سره شريک، ملي، ټول شموله او ايتلافي حکومت جوړوي او ټولو دخيلو لوريو ته پکې د هغوى دندې او چارې ځانګړې کوي، نه اجراييوي پوسټ.
ولسمشر معلوم وي، وزيران معلوم وي او په ټولو څوکيو با اهله کسان ګومارل کېږي، خو راتلونکى حکومت به، چې کړنلارې يې د امريکا له لوري ورکول کېږي، هيڅکله هم ګټور حکومت ونه اوسي. ټول وزارتونه او ادارې به له ټکنيو حالاتو سره مخ وي، د يوه به يې “هو” او د بل به يې “نه” وي او تر راتلونکو پنځو- لسو کلونو پورې به همداسې پرديو ته محتاج پاتې شو، چې د دا ډول حکومت رامنځته کو ل د غرب په ځانګړي ډول امريکا غوښتنه ده، چې په دا ډول حکومت کې به ټول حکومتي چارواکي، د ولسمشر کرزي له حکومت څخه زيات د خپلو جېبونو د ډکولو په غم کې وي. ګمرکونو پيسې به مو شخصي جېبو ته ځي، اقتصادي سکټور به نزولي حالت کې وي او پردي توليدات به بيا نور هم د ودې او پرمختګ په حالت کې.
خو که بيا هم ولسواکۍ ته ځانونه ژمن بولى او د هېواد غم درسره وي او په دردېدلي ولس مو زړه سوځي نو پرېږدئ، چې د ډېرو رايو ګټونکى نوماند ولسمشر شي او بايلونکى لورى د دولت پر کړنو څار ته ځان چمتو کړى، په سوله ييزه هوا کې پرې نيوکې وکړى، په ګډه سره هېواد له بحرانه وباسئ، او که غواړى، چې نوم مو د هېواد په تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي؛ د خلکو زړونه ترلاسه کړئ او زړونه به هغه مهال وګټئ، چې بريالي نوماند ته د بريا مبارکي ورکړى او همدرانګه د هېواد خلکو ته د دولت پر کړنو د ښه او غوره څار ژمنه او ډاډ ورکړئ.