کابل، نومبر ۲۱مه ۲۰۱۶
ښاغلی عبدالرسول چې د پنجشیر اصلي اوسیدونکی دی او په کابل کې موټر چلوي، د اتصالات سترې جایزې پراډو ګټونکی شو. پچه اچونه د نومبر په ۱۴مه نیټه ترسره شوه، چې د پچې اچونې له لارې د عبدالله شمیره ګټونکې اعلان شوه.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې عبدالله وویل، ما په خوب کې هم دا فکر نه وو کړی چې زه به د ګاډي ګټونکی شم. د خپلې دندې په لومړیو کې مې پراډو ګاډی چلولی دی، خوهیڅکله مې هم فکر نه وو کړی چې یوه روځ به زه هم خپل یو پراډو موټر ولرم، د اتصالاټ ددې سترې جایزې څخه نړۍ منندوی یم، چې زما خوب یې ریښتیا کړ.
د اتصالات پیریدونکو ته د اتصالات د لسمې کلیزې د لمانځنې په خاطر د پراډو موټر په ګډون په سلګونو زره نورې جایزې په سپمټبر او اکتوبر میاشتې کې وړاندې شوې وې. د دوه میاشتو اوږدو کې، د اتصالات پیریدونکو په اونیزه پچه اچونه کې د ۱۰۰ افغانیو په لګښت سره د LED تلویزیون، ځیرک موبایلونو، موټر سایکلونو، کالیو مینځلو ماشینونو، وړیا کریډیټ کارټونو او سلګونو نورو جایزو ګټونکی شول او ترڅنګ یې پیریدونکي کولای شول، چې ددغه اونیزه لګښت په بدل کې د پراډو سترې جایزې کې هم په وړیا ډول شامل شي.
په غونډه کې د اتصالات اجراییوي مشر ښاغلی ډاکټر صلاح زرق الراس وویل، دا لمانځنه یواځې زمونږ د پیریدونکو لپاره وه. زه ټولو ګټونکو ته مبارکی وایم او له پیریدونکو څخه مننه کوم چې په دې لمانځنه کې یې ګډون وکړ.
ډاکټر صلاح همدارنګه له ټولو افغانانو څخه مننه وکړه، چې اتصالات یې د خپلې خوښې مخابراتي شبکې په توګه غوره کړې ده، اتصالات غوره چوپړتیاوو، پیریدونکو سره همیشنۍ اړیکې او د شبکې غوره پوښش ته ژمن دی.
د پیریدونکو له وفادارۍ څخه د مننې او د ټولنې د وګړو د ژوند کچې د لوړولو لپاره پراخه ونډه هغه څه دي، چې اتصالات ډیر تمرکز پرې کوي. نو له همدې امله اتصالات ژمن دی، ترڅو د افغانانو ملاتړ وکړي او د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي، ترڅو افغانستان یو نیکمرغه سبا ولري.
له کوم مهال څخه، چې اتصالات په افغانستان کې مخابراتي چوپړیتاوې پیل کړې دي تراوسه یې د نړۍ په کچه تولیدات او چوپړتیاوو خپلو پیریدونکو ته د عصري ټکنالوجۍ او غوره بیې سره د اړتیا سره سمې وړاندې کړي دي. همدارنګه اتصالات د 3.75 چوپړتیاوو په پیژندنه او د انټرنټ او اړیکو بې سارې ټیټې بیې په وړاندې کولو سره لومړنۍ مخابراتي کمپنۍ ده.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ