انسان هغه مخلوق دی چې په پیداکیدو یې د نورو مخلوقاتو ترڅنګ ملایکو هم خپل مخالفت کړیدی. شیطان علیه لعنت چې د ملایکو لوی استاد و، خوغرور یې وکړ، ادم ته په سجده نه کولو یې د خپلې کړنې ثمره ولیده او مقام یې بایلوده، له همغې ورځې یې د انسان د ګمراه کولو لړۍ پیل کړه.
څښتن تعالی ددې سره سره انسان په ښکلي صورت سره پیدا کړ، اکرام او اعزاز یې ورکړ، په قران عظیم الشان کې یې په ښو اخلاقو سره وستایلو، او لوړ منزلت یې ور په برخه کړ، دنیا ته یې د ښه ژوند تېرولو او اخرت لپاره د توښې په برابرولو سره راولیږلو.
د انسان دژوند هره شیبه له زده کړې او ازموینې ډکه ده، ځان پېژني او بیا د خپل پیداکوونکي په اړه پریکړه کوي. انسان له خاورې پیدا شوی جسم دی، خاوره هغه ماده ده چې تل په خپله سینه کې ټولو ته ځای ورکوي، خاکساري یې یو منلی خاصیت دی.
نو آیا انسان چې له دې مادې پیدا شوی ، نو بیا د غرور او خودخواهۍ حق چا ورکړیدی؟
خاورې چې څومره پورته اوچتوې بیرته ښکته راځي، نو انسان باید له دې خاصیته ځان مستثنا ونه ګڼي. انسان زده کړه د مور له غېږې پیلوي، ښوونځی وايي، لوړې زده کړې کوي، په خپل مسلک کې کار پیلوي، د ټولنې د وګړو خدمت ته ملا تړي. ځينې یې د تجارت پیشه غوره کوي، مال او دولت ترلاسه کوي. خو په دې کې کم شمیر وګړي بیا خپله خاکساري ثابته ساتي، ځنې یې قاروني او فرعوني خویونه کوي، خودخواه ګرځې او لویي کوي، په ټولنه کې ډیری کسان له ځانه ټيټ ګوري.
ژوند یو روان بهیر دی کیدای شي چې له دې بهیره ډیرو ته خېر ورسوو، او شونې ده چې همدغه بهیر که خودخواهي یې دوکه کړي، په یوه ګوښه کې د هر چا د سیورې لرې پاتې شي.
محمد حجازي وايي:
( په زنده ګۍ کې مهرباني کول میوه ده، کبر یا لويي حقارت او ناامیدي ده.)
یو بل عالم دې موضوع ته داسې اشاره کوي:
(د هغه چا سره ناسته او ولاړه کوه چې خودخواهي او کبر نه لري.)
امام شافعي (رح) داسې فرمايي:
( د تکبر او لویی څخه ځان وژغورئ، ځکه خودخواهي او تکبر د ټولو عیبونو پلار ګڼل کیږي.)
د پورتنیو ویناوو څخه دا درک کولی شو، چې خودخواهي(ځان غوښتنه) هغه کړنه ده چې زموږ ټولې نیکې کړنې، شته، عزت او ټولنیز حیثیت له خاورو سره خاورې کوي، په ټولنه کې د ذلت او یواځیتوب ژوند را په برخه کوي. نو لازمه ښکاري چې له دې بدمرغه عادت او تباه کوونکي کړنې نه ځان خوندي وساتو، ځان او ټولنه په خاکساری او مینې سره ښکلي او ودانه کړو.