زمونږ ولسونه بېچاره وو. غریب وو. خو سوالګرې نه وو؛ د هېواد د هر قوم او سېمې خلکو د خپل ژوند د تېرولو لپاره یو نه یو کار پیدا کړي وو او د خپلې کورنۍ نفاقه یې د حلالې لارې تا مینوله؛ سوال او چاته لاس نېول زمونږ د کلتور برخه نه وه، مونږ په خپل ځان یوه بسیا ټولنه وو؛ زمونږ د کورنۍ ټولو غړو کار کاوه، داسي نه وه چې (( یو دې یې ګټې سل دې څټي ))
دا متل په مونږ کې د پردیو لخوا رواج شو او وروسته مو دا د کلتور برخه وګرځیده. زمونږ د کلتور هوښیارو د ښمنانو چې پدې پوه شوې وو، چې دا خلک نه سره بېلولی شو، او نه یې یو انچ خاوره په زور نیولی شو؛ په خپلو کې سره جرګه شول زمونږ د ټوټه کولو او ځانته د مختاجولو په لارو چارو یې بحثونه وکړل، په پایله کې یې دا نتیحه راویسته چې دا ولسونه باید مختاج شي، سره بېل شي په یو او بل بې اعتماده شي د دین سره یې فاصله لري شي، او بالاخره هغه څه پرې وکړو چې زمونږ غوښتنه ده. زمونږ ولسونو که څه هم فابریکې او رسمي تجارتونه نه درلودل؛ وروسته پاتې ژوند یې درلود، چا د مېږو او وزو رمې درلودې، چې د هقني او بزګري کوله؛ چا د قالینو او تغر په جوړولو د کور ضروریات پوره کول؛ چا به په ځنګله کې یوه وچه ونه ووهله؛ د کور لپاره به يې غوړې اوړه او نور ضروریات پرې واخېستل.
ډېر کم خلک داسي وو، چې تعلیم او مدرسه به یې لوستلې وه، او هغې کس ته به میرزا ویل کېدا. مونږ له هره اړخه یوه بشپړه ټولنه درلوده؛ او په خپلو پښو ولاړ خلک و، د وروڼو قومونو ترمنځ دومره د صمیمیت فضاع حاکمه وه، چې ساری یې نه لېدل کېدا. تر ټولو لومړی کار چې دوی وکړ هغه دا وو چې مونږ یې په یو بل بې اعتماده کړو؛ واړه یې کړو؛ د ملت فکر یې زمونږ له ککریو وایست؛ دې قوم او قبېلې په يوه واړه حلقه یې بند کړو.
وروسته نور هم پسې واړه شو او اوس دومره بې اعتماده شوې یو چې په خپل سیوري هم باور نه کوو، دا عادي او تصادفي کار نه دی؛ باید عادی ورته و نه کتل شي دا د یوې لویې سټراټیژۍ برخه وه؛ چې کلونه وړاندې پیل شوې ده او تراوسه ښه په درز کې روانه ده.
همداشان مونږ ملي شتمنی د ملت حق ګڼه د هغې څخه د ځان په ګټه کار اخېستل مونږ ته ګناه ښکاریدو، او دا دومره لویه خبره وه، چې مونږ په خپل چم او ګاونډ کې یو بهرنی تبعه زغملی شو، خو د ملي شتمنیو چور کوونکی مو نشو زغملی.
د اسلام دین مونږ په هغه مانا منلی او په ځان او اخلاقو کې منعکس کړی وو، لکه څنګه چې یې د خدای تعالی په مقدس کتاب او د حضور پاک په مبارکو حدیثنو کې یې غوښتنه شویده، د اسلام په نوم ګټه کول د کفر معادل ګڼل کېدل؛ چې د غزا غږ به شو، دا به چا نه کتله؛ چې زه په کور کې وسله لرم! یا کوتک هر څوک به د خپلې کورنۍ وسلې سره راوتو.
هنر او موسیقۍ ته مونږ ځانګړی اهمیت ورکاوه، د موسیقۍ نه د فخشایې او تجارت په توګه ګټه اخېستل د چا په ذهن کې هم نه ګرځيدل؛ خلک ساده او صادق و، خو وطنپالنه او اسلام پالنه یې فرض ګڼل.
مونږ د خپلې سیمې په کچه د یوه لوی تمدن او فرهنګ درلودونکی هېواد وو، د بامیانو بودا او د غور منار زمونږ د تمدن او مدنیت ښکاره ثبوتونه دی، چې ساری یې ډېر کم موندلی شو. زمونږ فرهنګ ته د پردیو ترڅنګ زمونږ واکمنانو هم سختې ضربې ورکړې، لامل یې دا وو، چې سیاسي قدرت د یوې قبیېلې او کورنی په لاس کې وو. د وړتیا پر بنیاد د قدرت تشه نه ده ډکه شوې، بلکې د شخصی تمایلاتو او کورنی روابطو پر بنیاد دا کار شویدی، چې دې کار هم بهرنیو استخباراتي کړیو ته د کار زمینه مساعده کړه او هم یې په لوی لاس زمونږ د وروڼو قومونو ترمنځ دښمنیو او تربګنیو ته لاره اواره کړه.
اوس لومړی کار دادی، چې مونږ باید زمونږ فرهنګ ته اوښتې زیانونه معلوم کړو، په برخو یې وویشو؛ د بیا رغولو لپاره یې شپه او ورځ کار وکړو. ترڅو مونږ یو خل بیا د اسیا د اصیلو بچیانو په توګه په اسیا کې سر راښکاره کړو. دا کار ستونزمن او کړاوه ډک دی، خو ناشونی نه دی.
خوست
افغانستان