(Food Safety and Public Health)

 سید محمد نعیم خالد – د خوراکي علومو ماستر-

نن ورځ په نړۍ کې ډیر خلک د غیر مصونو خوړو له امله ناروغه کیږي او په دې برخه کې په ملیونونو ډالر مصرف کېږی. په یو تعداد هیوادونو کې د خوړو مصونیت او مصرف کوونکو صحت د عامې روغتیا د مهمو کارونو څخه شمیری حال دا چې په یو شمېر نورو هیوادونو کې خوراکي مصونیت ته ډیره پاملرنه نه کېږي. دا موضوع ځینی وخت تر تروریزم او ځینی نورو طبیعی آفتونو هم سخته وي څکه چې یو فرد حد اقل په ورځ کې درې ځله ډوډۍ خوري. نو د خوړو خطر نسبت نورو طبیعی او انسانی خطرونو څخه ډیر دی. د بیلګې په ډول په امریکا کې چې په دې برخه کې خاصه توجه شوې ده بیا هم هر کال کابو ۴۸ ملیونه نفر د خوړو له کبله ناروغه کېږی، ۱۲۸۰۰۰ نفر روغتون ته رسیږی او د هغه څخه ۳۰۰۰ نفر مړه کېږی. داسی ویل کېږی چی دا ناروغۍ په امریکا کې د ۱۵۲ بیلیونو ډالرو په اندازه پدی برخه کې په صحی خدماتو باندی په مصرف رسیږی. په نړۍ کې کابو ۱.۵ بیلیونه اطفال د پنځو کلونو ټیټ عمر هر کال اسهال کېږی چی د ۱.۸ میلیونه خلکو د مرګ سبب کېږی. د یادو شویو ارقامو له ډلی داسی ویل کېږی چی ۷۰ سلنه اسهالات د خوړو له کبله پیدا کېږی. نو د دی ارقامو په پام کې نیوو سره په افغانستان کې به وضعیت څنګه وی؟ چیرته چی تر اوسه د خوړو د مصونیت لپاره قانون نشته؟ یوه مشخصه اداره نشته؟ متخصص نشته او داسی نورو ستونزی.

د خوړو څخه پیښیدونکې ناروغۍ کېدای شی ځینی وخت د مرګ او په معمول ډول سره د سختو نارغیو لامل کېږی. د دی نارغیو نښی اسهال، استفراغ، د نس درد، تبه او زیړی دی. ځینی مثالونه یی د زړه ناروغۍ، د مفصلوونو درد، تنفسی ستونزی او د معافیتی سیستم تضعیف وی. یو مهم مثال یی تاکساپلازما ګاندی دی چی په کابو ۴۵ سلنه حامله ښځو کې ستونزه منځ ته رواړی او د هغوی بچیان د مرکزی عصبی سیستم غیر منظم او ړانده تولد کېږی.

ددی لپاره چی یو دولت وکولی شی عامه روغتیا د خوړو په برخه کې خلک مطمین کړی نو کوم کارونه لازم دی:

په نړۍ کې د خوړو د مصونیت لپاره یوه ستراتیژی د کروندی څخه تر مصرف کوونکی (Farm to consumer) په پام کې نیول شوی ده. پدی ستراتیژی کې ټول ذیدخل کسان او اداری د بزګر څخه تر تجار، بازار موندنکی، دولتی اداری لکه روغیتا وزارت، کرنه وزارت، شاروالی، پولیس، د خوړو تیاروونکی او حتی خپله مصرف کوونکی هم د خوړو د مصونیت په برخه کې خپل مشخص مسولیتونه لری.

د حیوناتو لپاره د ځیری یا وښو مصونیت او د هغوی حقوق هم په پام کې ونیول شی. حیوانات باید مخکې له زبحی و نه ډار شی او هغوی ښه تغذیه هم باید وی. څکه ښه تغذیه د هغوی د نه مریضیدو لامل کېږی او پدی ډول د هغه ناروغیو څخه چی د حیواناتو او انسانانو تر منځ شریکې zoonosis په هم کمی شی.

په عین وخت کې لازمه ده چی د خوړو ټول عرضه کوونکی( بزرګران، رستورانتونه، هوټلونه، قصابۍ، کافی شاپونه، د خوړو د پروسس کمپنۍ، د خوړو دوکانونه او مارکیتونه) تر پوښښ لاندی ونیول شی تر څو خواړه مصون وساتیل شی. د بیلګی په ډول په امریکا کې یو ځیړنی داسی ښودلی ده چی په ۲۰۱۰ کال کې ۷۸ سلنه رستورانتونه د د دولتی ادارو لخوا تفتیش شوی دی.

اوس مهال په افغانستان د خوړو په برخه په پولی تخنیک کې د کیمیاوی تکنالوژی د پوهنځۍ تر چتر لاندی درجه ورکول کېږی او دی ته ورته په ننګرهار پوهنتون کې د کرهنی پوهنځۍ تر چتر لاندی د خوړو په برخه کې زده کړی کېږی. د ته ورته په ځینی نورو ولایتونو په پوهنتونو کې ځینی د خوړو اړوند مضمونه تدریس کېږی. لازمه ده چی دولت دی برخی ته توجه وکړی او یوه نوی پوهنځۍ چی د خوړو په برخه کې تدریس وکړی او متخصصین ټولنی ته وړاندی کړی. پدی ډول سکتور کولی شی تخصصی شی او د فعلی کرهنیزو محصولاتو څخه پروسس شوی خواړه لاس ته راوړی او په اوږد مهال کې وکولی شی هیواد د صادراتی حالت څخه خودکفایی ته واړوی.

د خوړو د مدیریت لپاره لازمه ده چی روغتیا وزارت، کرهنی وزارت، شاروالۍ او نور ورته اړونده اداری کوښښ وکړی چی یوه مشخصه اداره د خوړو د مصونیت او کیفیت د کنترول لپاره جوړه کړی. پدی ډول به دا اداره وکولی شی په هیواد کې خواړه په مناسب ډول سره کنترول کړی او د خلکو د صحت په ښه توب که مرسته وکړی. په نورو هیوادونو کې عمر په اوسط ډول د ۸۰ کلونو څخه ډیر دی حال دا چی په افغانستان کې داسی ادعا کېږی چی د افغانانو عمر په اوسط ډول د ۴۳ کلونو په شاوخوا کې دی. ددی یو عامل د خوړو کم کیفیت او نا پاک او غیر مصون خواړه دی.

د خوړو څخه پیښیدونکې ناروغۍ باید په ټولو دولتی او غیر دولتی شفاخانو کې ثبت شی. دا به د هیواد د پالیسی جوړونکو سره مرسته وکړی چی د هغه په رڼا کې سم او په وخت تصمیمونه ونیسی. که چیری دولت نه غواړی ټولی ناروغۍ او ټول د خوړو څخه پیښیدونکې ناروغۍ ثبت کړی کولای شی یوازی یو څو مهم لکه اسهالات، تبی او حساسیتونه ثبت کړی او مهم عوامل لکه سالمونیلا، کلاستریدیم، ایسچیرکلای، شیګیلا او ځینی نور ثبت کړی.

په لنډ مهال کې باید عامه پوهاوی باندی هم کار وشی. ډیر خلک غوښی او ځینی نور خواړه چی په ازاده هوا کې ایښودل شوی وی او د هغه مصرف منع دی، باید تری خبر شی. څکه غوښه د سانتی ګرید د ۴ درجو څخه ډیر حرارت که ډیر زر د میکروبونو په واسطه تر حملی لاندی راځی او انسان ډیر زر له منځه وړی. حال دا چی په افغانستان او په خاصه توګه په کابل کې ډیر کم داسی قصابۍ لیدل کېږی چه غوښه په یخچال که کېږی او بیا یی مصرف کوونکی ته ورکړی. عامه پوهاوی کېدای شی د رادیو، تلویزیون او حتی ټولنیزو مطبوعاتو څخه هم استفاده وکړی.

روغتیا وزارت او کرهنی وزارت باید عاجل د خوړو د مصونیت قانون نهایی کړی څکه چی اوس مهال ټول د خوړو د کنترول فعالیتونه غیر قانون بڼه لری او سکتور تر ډیره نه کنترولیږی.

دولت باید د خصوصی سکتور سره مرسته وکړی تر څو د خواړیز سکتور لپاره نوی او عصری تکنالوژۍ راوړی تر څو د خوړو د مصونیت او کیفیت په برخه سریع پرمختګ ولیدل شی.

د خوړو د پروسس د صنعت کاران باید مخکې له کار څخه ښه مسلکی تربیه شی. معنی داچی کله چی د روغتیا وزارت څخه د فعالیت جواز اخلی نو په هغه وخت باید د خوړو دحفظ الصحی، د خوړو د ساتنی، د یخچالی خوړو ساتنه، د تاریخ کتل، د ساتنځی مخافظت او داسی ورته وښودل شی.

د خوړو د ډیرو ضایعاتو او پلاستکی کڅوړو څخه باید استفاده ډیره کمه شی. څکه که خواړه مو ضایع کېږی هم مو اقتصادی تاوان دی او هم مو په اوږد مهال کې چاپیریال چټل او د ناروغیو لامل کېږی. د ته ورته باید د پلاستیکی کڅوړو او داسی خوړو څخه چی ډیری بارجامی یا پوښونه لری هم مخنیوی وکړی څکه هغوی د ګلخانه ایی ګازونو، هوا ګرمیدنی او ځینی نوری چاپیریالی ستونزی رامنځ ته کوی.

د نړیوالو موسسو په خاصه توګه د خوړو او کرهنی موسسه او د روغتیا نړیوال سازمان څخه باید د افغانستان دولت غوښتنه وکړی چی د عامه پوهاوی او د خوړو د کنترول لپاره د اداری جوړولو کې ورسره ډیره مرسته وکړی څکه دوی په نړۍ کې پدی برخه کې خاص مسولیت او تجربه لری.

په پای کې باید ووایم چی خواړه چی خواړه تنها د تجارت او کرهنی مسله ونه کڼل شی بلکه په عامه روغتیا کې هم باید ورته جدی پاملرنه وشی. د خوړو مصونیت بید د عامه روغتیا په ډګر کې باید د هغه د مهمو دندو له ډلی څخه وبلل شی. د خوړو مصونیت باید د دولت په کارونو، خصوصی سکتور او مصرف کوونکو په ژوند کې لکه چی مهم دی، ارزښت ورکړل شی.

د افغانستان د خلکو د خوشحالۍ او روغیتا په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *