An Afghan school girl sings a prayer in celebration and for blessing during a ground breaking ceremony in the village of Dar Bhabba in the Nangahar province May 15. The school that will be built here is funded by the Jalalabad Provincial Reconstruction Team.

تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د خوست د دوه منده ولسوالۍ خلکو پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته هره هغه کورنۍ چې ماشومانو یې د زده کړو لپاره قانوني سن پوره کړی وي، او ښوونځي یا مدرسې ته یې نه لېږي؛ نو یو لک افغانۍ جریمه به ترې اخیستل کېږي.

د خوست ولایت والي حیلم فدايي ویلي، چې د خوست دوه منده ولسوالۍ خلکو په یو ولسي تړون کې پریکړه وکړه، تر دې وروسته به هره هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو د زده کړې مخه نیسي؛ یو لک افغانۍ جریمه به پرې کوي.

ښاغلي فدايي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي: “د خوست دوه منده ولسوالۍ خلکو د یو تړون په اساس؛ هغه کورنۍ چې ماشومان یې  د زده کړو قانوني سن پوره کړی وي او ښوونځي او یا مدرسې ته ونه لیږي؛ نو  سل زره افغانۍ جریمه به ورکوي.”

د خوست یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته ولسي پرېکړې شوي، چې داسې  پرېکړې د زده کړې خواته د لرې پرتو سیمو د سوله ییز جدي بدلون او روانیدو ښکارندويي کوي.

په خوست کې له دې وړاندې یو کس د نجونو ښوونځي ته خپله ځمکه هم وقف کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *