خبریال: محمد رسول عادل- په خوست كې د لوګروالي ارسلاجمال وژل كيدل وغندل شول او له دولت يې غوښتنه وكړه چې د دې پېښې عاملين پيدا او په سخته سزا ورسوي، دوى وويل چې كه دولت په دې برخه كې جدي پلټنه ونه كړي، په ورته ډول به ډېر نور لوړ شخصتونه هم ووژل شي، په همدې وخت  په خوست كې د ارسلاجمال فاتحه هم واخيستل شوه.

د جمعې په ورځ په خوست كې د لوګر والي ارسلاجمال فاتحه او د قرانكريم ختم وشو، مراسموكې د خوست مركز او بېلابېلو ولسواليوقومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون كړى وو، او د يوې غونډې پرمهال يې د نوموړي وژنه په سختو ټكو وغندله، او په جومات او بيا د اختر په ورځ يې دا كړنه لوى ظلم وباله، قومي مشرانو په دولت غږ وكړ چې زر ترزره د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګلوته وسپاري، ځكه د دوى په خبره چې كه په ريښتوني ډول يې پلټنه ونه شي، ليرې نه ده چې ډېر نور لوړ شخصيتونه به هم پداسې پاكو او مقدسو ځايونواو مذهبي ورځو كې وژل كيږي.

ځوانانوهم د دې ترڅنګ چې په خپل وخت كې د خوست لپارد ارسلاجمال د كړوخدمتونويادونه او ستاينه كوله، داپېښه وغندله اوله دولت يې د جدي پلټنې غوښتنه وكړه:

په ۱۳۸۶كال كې چې ارسلاجمال د خوست والي وو، د ډېرو او ټولګټو پروژو د عملي كيدول له امله د خوست لپاره تاريخي كال بلل كيدوځكه ډيورنډ پولې ته څلورغځيدلې لارې او د ټولو ولسواليو سړكونه پاخه شول، لسګونو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې او ګڼې نورې ټولګټې پروژې عملي او د خوست په بڼه كې ډېر بدلون وليدل شول، ځكه خواوس هم د خلكو په زړونو كې ځاى لري، ارسلاجمال چې اوس مهال د لوګر والي وو، د لوى اختر په ورځ په جومات كې د ويناپرمهال په ماين والوځول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *