په خوست کې ميشت دمحلي، ملي او نړيوالو رسنيو ګڼ شمېر خبريالانو ديوې راټولېدنې پرمهال ، چې دخوست ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک له لوري رابلل شوې وه ، دخبريال سرداراحمد وژنه يې په کلکو ټکو وغندله او په جنګ کې له ښکيلو غاړو يې وغوښتل، چې بايد دتاوتريخوالي پرمهال د ملکي وګړو او د خبريالانو مصئونيت او خونديتوب ته دلومړيتوب حق ورکړي . سرداراحمد ،چې دفرانسې له خبري اژانس سره يې کار کاوه دنوي کال په لومړۍ شپه دوسلوالو په بريد کې ، چې دپلازمينې دسرينا په هوټل يې کړی وه له خپلې ميرمنې او دوو ماشومانو سره يوځای ووژل شو. دخوست ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک مشر فاروق جان منګل دهېواد په کچه دخبريالانو پر وړاندې دتاوتريخوالي دګراف په لوړيدو خواشيني څرګنده کړه او وويل ، چې يوازې دروان 2014کال په لومړيو دريو مياشتو کې دخبريالانو پروړاندې دتاوتريخوالي ولس (17) پيښې ثبت شوې ، چې وروستۍ هغه يې دسرداراحمد وژنه وه. نوموړي په جنګ کې له ښکيلو غاړو وغوښتل ، چې بايد دخبريالانو خونديتوب ته جدي پام وکړي او دوی ته لا زمينه مساعده کړي، چې له حقايقو او په ټولنه کې دپيښيدونکو واقيعتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
د خوست ولايت داطلاعات او کلتور ريس محمدامين شاه الفت هم دخبريالانو پرضد تاوتريخوالی وغنده او دخبريال سرداراحمد وژنه يې دردونکې پيښه وبلله. ښاغلي الفت دخبريالانو وژنه ، تهديد او له دوی سره زورزياتی دبيان په ازادي کلک ګزار وباله او وويل، چې ددې ډول کړونو له لارې دخلک غږ خاموشه کيږي او په ټولنه کې شته حقيقتونه او واقيعتونه همداسې پټ پاتې کيږي. دکليد راډيو مشر نقيب الله متونوال دخبريالانو پروړاندې د تاوتريخوالي دپيښو دزياتوالي دتايد ترڅنګ وويل ، چې په ټوليز ډول دخبريالانو سره هرډول زورزياتی دغه لاسته راوړنې ترپوښتنې لاندې راولي. نوموړي هم دافغانستان په جنګ کې له ښکيلو غاړو او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې بايد خبريالانو ته ديوه بې طرفه او بې پرې قشر په توګه وکتل شي ، هغوی بايد او نه ګواښل شي، بايد تهديد نه شي او همدارنګه د وروستۍ پيښې په ګډون ،چې دفرانسې دخبري اژانس خبريال پکې ووژل شو دخبريالانو پروړاندې دتاوتريخوالي دټولو پيښو دقيقه او کره څيړنه وکړي او پايلې يې درسنيو په واک کې ورکړي. دغرغښت تلويزيون مشر سخي سرور مياخيل هم په خپل نوبت سره دخبريالانو پرضد دتاوتريخوالي دوروستۍ پيښې دغندنې ترڅنګ دوسلوالومخالفينو سره دخبريالانو دپنځلس ورځني پريکون هم ملاتړ وکړ او وويل ، چې د خبريالانو دا ډول پريکړې اغيزمنې ثابتيدای شي او بايد دافغان دولت له لوري هم دورته پيښو پرمهال هم بايد خبريالان ددولتي خبرونو دنه خپراوي پريکړه وکړي. په خوست کې دبي بي سي راډيو خبريال محمدالياس وحدت وويل ، افغانستان دامهال له حساسو شيبو تيريږي او طبيعي ده ، چې دټاکنو پرمهال بېلابېلې ډلې او کړۍ به پر ژورناليستانو فشار راوړي ترڅو ددوی په خوښه او ګټه کار وکړي. ښاغلي وحدت د وروستۍ پيښې دغندنې ترڅنګ وړانديز وکړ ،چې ددې لپاره ، چې دخبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيته شوې وي بايده دي، چې خبريالان په هرډول شرايطو کې مسلکي چلند وکړي، خبريالان بايد په خپل منځ کې همغږي اووسيږي او بايد دخبريالانو ترمنځ د کلک هوډ او ژمنتيا شتون خورا ضروري دی. په خوست کې ميشت خبريالان په داسې مهال دخبريال سردار احمد وژنه او دخبريالانو پرضد وروستی تاوتريخوالي غندي، چې دهېواد په کچه درسنيز ډګر دکارکونکو پروړاندې دپيښو ګراف په لوړيدو دی او دخبريالانو دحقونو دخونديتوب يوشمېر ادارو په افغانستان کې دخبريالانو وضيعت دانديښنې وړ بللی دی