تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳مه: په خوست کې نن سلګونه وزیرستاني کډوالو او ترڅنګ یې خوستیو ځوانانو د شهید ارمان لوڼي لومړی تلین ولمانځه او د هغه د عدم تشدد مبارزه او لاسته راوړنې یې بې سارې وبللې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالرزاق افغان او ترڅنګ یې د خوست یو تن قومي مشر خزان ګل وویل، د لوڼي د لومړي تلین لمانځلو هدف دادی، چې له یوې خوا د ارمان لوڼي قضيې ته رسېدنه وشي او بل لوری پرپاکستاني ریاست او نړیوالو غږ وکړي، چې منظور پشتین د انساني حقوقو د غوښتنې مبارز دی او هغه دې له بنده ازاد شي.

په خوست کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو یو تن مشر جمشید مسید پر لر او برو پښتنو د یووالي غږ وکړ او ویې ویل پکار ده، چې له دې وروسته پښتانه راویښ شي او دا ډول ملي او مبارز اشخاص په کډه ولمانځي.

هغه هم په ورته وخت کې پر پاکستاني ریاست غږ وکړ، چې منظور پشتین او ملګري یې، چې د عدم تشد د لارې پیروان دي، راخوشي او پر پښتنو دې روان ظلم ودروي.

په ورته وخت کې په یاد ولایت کې یو تن فعال فرید قربان وايي، ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر هغه کس و، چې په لرو پښتنو روان ظلم یې غندلی او پښتانه یې د ظلم پر وړاندې د مبارزې لپاره په شعوري ډول راويښول.

د یادونې ده، چې ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی و، چې له نن څخه یو کال وړاندې د سویلي پښتونخوا د بالوچستان په لورلای ښآر کې د پاکستاني پولیسو له لوري هغه مهال ووژل شو، چې د پښتنو د حق غوښتنې په پار یې په دغه ښار کې د پرلت خېمه وهلي وه.

One thought on “خوستیانو او وزیرستاني کډوالو په پښتنو د روانو ظلمونو درېدو لپاره لاریون وکړ”
  1. د پښتنو بدبختی او مرګ،
    پښتنو ته څو لنډې خبرې: له درې شپېتم کال نه را هیسې چه اروپا مې مطالعه کړه نو دا څو مهمې او ثابتو ټکو ته مې نظر شو. اروپایان غواړي چه په ټوله آسیا باندې حکومت وکړي او امریکه یې مخې ته کړې ده. یواځنی قوم چه د اروپا او انګریزانو قوت ور پورې نشو، دا د پښتون قوم دئ چه د دوی په لاره پروت دئ. وروسته انګریز او اروپا ته یوه د توطیې لاره پاتې شوه چه د اسکندر د پلار پالیسي چه “بیلابیل یې کړه او ورباندې غالب شه” مخې ته کړي، نونس سوه نویم کال کې یو خبیث سویسئ جنرال د شتاهل په نامه ماته یې د زیوریخ د فاکولتې په تعمیر کې وویل چه پښتانه له مینځه وړل کېږي، که دوی نه بنیادمېږي، دا چه دا راز یې ماته وویل برطرف هم شو. هې پښتانه، هوښیار شۍ، موږ پښتانه اروپایي دښمنان لروو. د تروریست په نامه یې مشهور کړلو، دا د تروریستانو ځالې وران کړۍ، پر مونږ بانې لوبې روانی دي، ویښ شۍ او هوښیار شۍ. او په ټوله اروپا کې خصوص په آلمان او سویس کې مې ولیدل چه د اتیاومو کالونو راهیسې له پښتنو سره په یو ډول او نورو قومونو سره په بل ډول چلند کېده، په اتیاومو کلونو کې مې په محکمو او پولیسو شعباتو کې ترجمې کولې او په سترګو مې ولیدل چه حتی ا پولیس په زیوریخ ښار د پولیسو په دفتر کې په یوه بې ګناه پښتون باندې حمله وشوه او په څپېړو یې وواهه، ما سخت غبرګون وښوده او نور مې ترجمو نه لأس واخیست، دا مساله مې د یوې بلې مسألې سره چه زه او زر هاوو نور پښتانه چه داکتر کیمور مرحوم هم پکشې وو، د تروریستانو په لست کې ورکړشوی وو، په یو سل او څلویښتو صفحو کې مې خپل شخصي دوستانو ته د خصوصاً یووه امریکایي د ښاغلی میچل په خواهش ټول مسایل ولیکل، او هم دا چه یو سویسی پست داکتر د سینوزیت په بهانه زما په اوچولی باندې یې داسې یو داغ جوړ کړ چه د تاج محمد خان ایوبی ماما چه د ده خبره ماته په شپږ نویم کال کې یې وکړه چه کوت او مت د ده ماما ته ورته په څیره یم، رانه یې جوړ کړای وو، او رسوا مې کړل، همدا وو چه کله می چې دا اوږده لیکنه د دوه زر او یوم کال د نومبر په نونسمه نېټه لو میچل ته ور واستاوو، ور پسې د نومبر په درویشتمه د امریکې د عدلې وزیر اشکرافت د سی ان ان له لارې نه یې شخصاً اعلامیه ورکړه چه د تروریستانو په لیست کې تغیرت راغلل ، ځکه چه د افغانستان خلکو کې یوشان په څيره خلک ډېر دي. له ډېر پخوا نه پوه شوای وم چه د ظاهر شاه ټوله دوره کې د پښتنو پر ضد داسې اعمال روان وو چه حتی ا په جنوبی کې نه سم مکتب وو او نه یوه شفاخانه، یواځې وروسته په کابل کې پښتنو لپاره د رحمان بابا مکتب په نامه یوه بندیخانه جوړه شوې وه او دا لوی نعمت پښتنو ته د کیمور صاحب خبره، ورکړ شوای وو. په دوه اتیووم کال کې د بوخرر په نامه له یوې خبرې نه پوه شوم چه د پښتنو د مینځه وړل له پاره هم دغه سویسیان هم غواړی چه د پښتونوالۍ ارزښتونه د خپل په نامه کړي، او دا هم یو علت دی چه د وکیل کودتا د دوی له خواه جوړه شوه، زه شخصاً شاهد د یو مجلس یم چه د وکیل او د سویس د خارجې د وزارت استازي سره یې په 91 کال کې درلود. داستانونه او ژوندی شاهدانو سره زیاد لرم چه صبغت الله هم په دې کې لاس لری په اصل کې د پښتنو پر ضد دی، او څومره مې چې په اتیاومو او نوییومو په کالونو کې ډېرو افغانانو سره مې خبرې وکړې، خو چا ونه غوښته چه زما خبروته غوږ کېږدي او لا هم د سویس د استخبارتو سره یې یو ځای د افغانستان او د پښتنو پر ضد اعمال اجرا کړل، حتی ا زما د قتل پلانونه هم سویس تنظیم کړي وو، خو امریکه پې خبره وه، او زما شخصی دوستان پرله پسې راته خبر راکول، اروپا کلونو کلونو را هیسې غواړي چه جهانی لوی قدرت شي، نو امریکا یې مخې ته کړای وو او امریکه یې استعمالوله، منطقی دلایل ورته لرم. خلاصه دا چه خدای دې د پښتنو خیر پېښ کړي.
    کبیر ستوری هم په جرمنی کې داسې عادی نه دی مړ شوای،

    سویس او پاکستان د مخدره موادو اړیکې لري. 1971په تایمز یا نیوز ویک کې لیکل شوای وو چه د زیوریخ په هوایی ډګر کې د پاکستان نظامی الوتکه نیوله شوې ده چه ګندې چه شپېته تنه مخدره مواد ترې ایستل شوي وو. موثق راپور،

    خلاصه خبره دا چه که پښتانه سره نه یو کېږي او او یواځې په دې هیله کې دي دي چه حقوق بشر یا عدالت اجتماعی او نور، د خدای له پاره ومنئ او پوه شئ چه دا ټولې دروغ او ریا خبرې دي، اروپایان مارکسیزم یې واستاوو او ورپسې دیني مسایل او ترور او جنایتونه، په ډاګه مې په اروپايي مجلسونو کې مې ویلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *