خالد ارماني-
د خوست قومي مشرانو د دوشنبې په ورځ د خوست په لوبغالي کې غونډه وکړه او د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د هغو څرګندونو غندنه یې وکړه چې ویلي یې دي چې په لویه پکتیا او خوست کې خلک د رایو مرکزونه ته نه دې راوتلي.
دغه مشران د خوست د ۱۲ ولسوالیو څخه راټول شوي وو. دوی له عبدالله عبدالله څخه غوښتل چې د خلکو په ارادو دې ملنډې نه وهي او د دوی هغه رایو ته دې درناوی وکړي چې د توغندیو او ماینونو سربیره یې د سر په بیه کارولي دي.
د خوست مشرانو زیاته کړه چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی پاکو رایو ته ناپاکې ووایي او په دې برخه کې هر ډول مبارزې ته تیار دي.
قومي مشر حیدرګل منګل وویل: « موږ بیا هم حاضر یوو چې له خپلو حقوقو څخه که د سر په قیمت هم وي دفاع وکړو. موږ به د خپلو رایو نه د لویي پکتیا د رایو نه تر مرګه دفاع کوو»
ديني عالم مولوي محمد سردار ځدراڼ د ټاکنو له دواړو کمېسيونونو څخه  وغوښتل، چې د کانديدانو له داسې پارونکو څرګندونو دې مخه ونيسي، چې د خلکو پاکو احساساتو ته پکې په سپکه کتل کيږي.دی زياتوي:  « موږ د ټاکنو په کمېسيون غږ کوو، چې د خوست د ولسونو رايې ته دې درناوى وکړي.))د خوست استازى او د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته خبردارى ورکوي، چې يوې رايې ته يې هم په کم نظر نشي کتى.دى وايي: (( هيڅکله موږ چا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې د خوست د خلکو په رايو باندې ریشخند ووهي، او ووايي، چې موږ دومره راي نه لرو. کله چې خوسيتان ووايي، چې راوځو، نو بيا دې عبدالله ورته ټينګ شي »
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو يوه ورځ وروسته د دوشنبې په شپه ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه خبري کنفرانس پرمهال ويلي ول، چې پههغو ولایتونو کې چې جګړې دي او امنیت نه شته په انتخاباتو کې ممکنه نه ده چې خلک دومره پراخ ګډون وکړي نو په دې ولایتونو کې درغلۍ شوې دي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *