خان ولي خان بشرمل
خوست میشتې ولس باید وستایل شي چې د نړیوالو ترهګریزو مرکزونو په منځ کې د پرمختګ، سولې، سوکالي او اقتصادي پرمختګ خبره کوي. دوی باید وستایل شي چې د عصري غوښتنو مطابق په سولیزه توګه د خپل روښانه راتلونکې لپاره د حقوقي او جایزو بنسټیزو او عصری حقوقو غوښتنه کوي. که چېرته د خوست ولس د انکشافي پروژو خبره کوي نو دا پدې مانا ده چې دوی په شعوري توګه له نورو لوړ دي او غواړي چې د یو عصري افغانستان په ودانولو کې کلیدې نقش ولوبوي.
د خوستوالو د موجوده مایوسۍ تر شا یو ستر راز د ډیورنډ پر کرښه د غلام خان بندر بندیدل دي. له دې لارې خوست ولایت ډېر څه ترلاسه کول. که چېرې پاکستاني چارواکې دې ته چمتو کړای شي چې دا لاره سیمه ییزه شي او له خوست څخه تر واڼا، ګومل، ژوب، کوټې او همداسې تر ګوادر پورې ونښلول شي نو زه فکر کوم چې د افغانستان لپاره به خوست، کراچۍ او ګوادر ته تر ټولو نږدې او اسانه لار وي چې پر دې به د کال ۲ میلیارده امریکايي ډالرو پورې د صادراتو او وارداتو په برخو کې کاروبار ترسره شي.
همدا ډول که چېرته خوست ولایت له دلارام سره چې تر ۷۰۰ کیلومټره پورې یې واټن دی (له چاه بهار څخه تر دلارام پورې ساختماني چارې روانې دي)، ونښلول شي نو موږ کولای شوو چې خوست ولایت ته درې فرصتونه په لاس ور کړو یانې له کراچۍ، ګوادر او چاه بهار سره یې ونښلوو. نو له دې سره به خوست په واقعي توګه په یو کلیدي سیمه ایز مرکز بدل شي.
ولایتي اداره او مرکزي حکومت باید ژر تر ژره د اماراتو له حکومت سره په همغږۍ له خوست ولایت څخه تر دوبۍ یو هوايي کوریډور پیل کړي. دا کوریډور به د ټولې لويې پکتیا لپاره یو اقتصادي فرصت وي چې له امله به یې د (Boom Economy) په مرسته کاروبار او تجارت کې پرمختګ رامنځته شي. د دې اقدام دویمه ګټه به دا وي چې په اماراتو کې میشت خوستي پانګوال به په خوست کې د پانګونې لپاره لیوالتیا وښیي. دا ځکه چې واټن کم شو نو دوی به خوست ولایت ته د تجارت لپاره تګ راتګ زیات کړي او پانګونې ته به وهڅول شي. د یو متخصص ملګري له نظره، په افغانستان کې داسې میوه، سبزي جات او مایعات شته دي چې یوازې په یو مخصوص موسم کې په افغانستان کې را پیدا کیږي پداسې حال کې چې په ټوله آسیا کې نه وي. د دوبۍ او خوست ترمنځ د هوايي کوریډور د رامنځته کیدو له امله به د ډهلي – خوست، دوها- خوست او نورو ښارونو ترمنځ د کوریډور رامنځته کیدو لپاره زمینه مساعده شي. دا کارونه به د خوست او لویي پکتیا په چټک اقتصاد او اوسني محرومیت او مایوسۍ کې چټک بدلون رامنځته کړي. په عین حال کې به هغه مالونه چې له کراچۍ، چاه بهار او ګوادر څخه راوړل کیږي د منځنې آسیا لپاره به په اسانۍ سره لیږدول کیږي. خو د دې لپاره اړین بولم چې خوست ولایت د دلارام، کابل او هرات د سترو سړکونو او ریل پترۍ له لارې سره وتړل شي، د دې کار ګټه به دا وي چې خوست به په اسانۍ سره له منځنې آسیا سره ونښلیږي او دلته میشت خلک به په یو ګډ سیمه ایز اقتصاد کې سره وتړل شي.
د دې کار د عملي کولو لپاره موږ کولای شوو د آسیايي او نړیوال بانکونو په مرسته ځینې چارې ترسره کړو یا دا چې د نړیوالو کمپنیو سره خبرې وشي چې تاسو موږ ته زیربناوې راکړئ او موږ تاسو ته له هغو سیمو چې د کیندونو او غرونو د څیرلو په ترڅ کې معادن لاسته راځي، شریکیږو او سره نیموو یې. دا کار په ډېرو هېوادونو کې شوی دی او یوه نورماله راکړه ورکړه ده او ډېرې کمپنۍ ورته زړه ښه کوي.
دویم دا چې د خوست د خلکو مایوسۍ پدې مانا هم ده چې په خوست کې فکري کچه او اقتصادي لیدلوری له هغو سیمو لوړ دی چې ولسمشر غني ورڅخه مخکې لیدنه کړې ده. یعنی په خوست کې زیات شمېر هېوادوال په عربي هېوادونو کې اوسیږي چې هلته د ژوند سټنډردونه، فرهنګ او راکړه ورکړه معاصره ده همدا علت دی چې هغه فرهنګ د خوست د خلکو پر ژوند اغیز کړی دی او له همدې کبله د خوست د خلکو غوښتنې له نورو ولسونو لوړې دي.
درېیم د خوست ولایت خلک زیاتره په حکومت، تجارت او تعلیمي برنامو کې متخصص پاتې شوي دي نو دوی حکومت په اسانه نشې تیر باسلی بلکې اړوندې ادارې مسؤولې دي چې خوست ولایت ته هغه پرمختګ چې خلک یې په تمه دي، ورکړي.
که څه هم خوست ډیورنډ کرښې ته نږدې ولایت دی همدا علت دی چې ډېرې ناوړه کړنې یې هم لیدلې دي او ترهګري ځپلی ولایت دی خو نن دوی په خپل قوت او روحیې خوست ساتلی دی او له حکومت څخه د دې په بدل کې انکشاف او اقتصادي پرمختیا غواړي. همدا ډول خوست میشتې وګړې له دې امله هم تجارتي ذهنیت لري چې ډیورنډ کرښې ته ورنږدې دي او د سیمې بیلابیلو وګړو سره په راکړه ورکړه کې بلد او د بیلابیلو فرهنګونو لیدنې، ازمایلو او زغملو سره آشنا دي.
نسبتا په خوست ولایت کې او شااوخوا سیمې لکه پاړه چنار، کرمه او نورو سیمو کې د خلکو لیوالتیا له تعلیم سره بې سارې ده همدا علت دی چې د خوست خلک غواړي په راتلونکې کې دغه ولایت په یو تعلیمي او علمي مرکز بدل کړي. نو دوی له دریو کالو راهېسې په خپله سیمه کې د باچاخان نړیوال پوهنتون د جوړولو تکل کړی دی خو په غبرګون کې هیچا دوی ته توجه نده کړې البته ولسمشر غني له ماسره په یو شخصي ناسته کې پر دې کار موافقه کړې او د بودجې او جوړیدو ژمنه هم شوې خو په عمل کې تر اوسه له تیرو دریو کالو را پدیخوا هیڅ ندې شوي. همدا ډول د خوست ستراتیژیک اهمیت ته په کتو د خوست خلک لیواله دي چې خوست ښار ته د امریکايي پوهنتون یو څانګه راوړي څو دلته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو ته د معیاري لوړو زده کړو زمینه مساعده شي.
پر دې سربیره، د وزیرستان، پاړه چنار، کرمې او خوست ولایت ډاکټران او طبي متخصصین د طبابت په برخه کې په لوړه کچه پوهه لري او د افغانستان په شمول امریکا، بریتانیا او پاکستان کې کافي زیات شهرت لري، نو که چېرته په راتلونکې کې خوست په صحي سیاحت بدل شي نو زه باور لرم چې له دې لارې به خوست ولایت تر ۱۵۰ ډالرو پورې کلنۍ عواید ولري.
په اماراتو کې میشت خوستوال پانګوال غواړي چې خوست ولایت په یو ماډل ښارګوټي بدل کړي څو له دې ولایت څخه په تقلید نور ولایتونه هم په سټنډردونو برابر آباد شي. د خوست ولایت اقلیم ته په کتو زیات شمیر کادرونه تخنیکي او نوښتي ذهنیت لري همدا علت دی چې دوی لیوالتیا لري چې دلته په کوچنۍ کچه صنعت رامنځته شي چې وروسته به بیا په ستر صنعت بدل شي او په پایله کې هغه لوی سړکونه او کوریډورونه چې د خوست لپاره پیشنهاد شوي، له دې ځای څخه صنعتي توکې د منځنې او جنوبي آسیا هېوادونو ته واستوي. د یادونې ده چې د خوست تر شااوخوا ۱۰ میلیونه نفوس پروت دی چې هیڅ ډول معیاري توکو ته لاس رسی نلري او نه صنعتي فابریکې لري. خوست کولای شي چې د قبایلي سیمې د دې ډول صنعتي کنګلتیا څخه په استفادې هر کال تر۴۸۰ میلیونو امریکايي ډالرو پورې تولیدات ولري. همدا ډول شااخوا خلکو ته به خوست یو ښه بازار ثابت شي او له دې ځای څخه به په ښه کیفیت او قیمت د خپل ضرورت توکي ترلاسه کړي.
د چلغوزو د تولید او پروسیس تجارت چې د افغانستان د چلغوزو اتحادیې په نوم یوې اتحادیی او کمپنۍ یې تجارتي او فعالیتي پلان رامنځته کړی، کولای شي خوست ولایت ته هر کال تر ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالر او د هېواد په کچه ۸۰۰ میلیونه امریکايي ډالر عواید ورکړي. د یادونې ده چې په اړونده ستره ملي پروژې کې د پانګونې لپاره نوموړې اتحادیې پانګوال هم پیدا کړي دي.
که چېرته د خوست او لوی پکتیا وچ لرګې د کابل په وزارتونو کې ونه سوځول شي او په خوست ولایت کې ورته د پروسیس فابرېکې جوړې شي نو زه باور لرم چې له دې څخه به نه یوازې افغانستان بلکې ټولې آسیا ته معیاري پروسیس شوي لرګي صادر شي. د دې لپاره اړینه ده چې خوست ولایت د ځاځي اریوب، څمکنې، ازره ولسوالیو او ننګرهار او وروسته کونړ ولایتونو سره ونښلول شي. خوست کې د کونړ ولایت په شمول د لوی پکتیا د وچو لرګو د فابرېکې په رامنځته کولو کې پانګوال خورا زیاته لیوالتیا لري.
د زراعت، تفریح، سپورټ او سیاحت په برخو کې خوست ولایت کولای شي په راتلونکې کې د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې تر سلګونو میلیونو ډالرو عواید ولري.
کله چې د خوست ولایت دا ډول ظرفیت ته په مثبت نظر نه کتل کیږي نو بیا واقعآ هم ولس مایوسه شي او هیلې یې مړاوې کیږي. له جلالتمآب ولسمشر غني څخه په خورا درنښت هیله کیږي چې د خوست ولایت په شمول د افغانستان په هره سیمه کې انډول وېش ته زمینه مساعده کړي تر څو په هېواد کې مساوات او عدالت ته کار وشي. باید قومونو او ملتونو د عمومي غفلت او مایوسۍ ښکار نشې ځکه چې د یو چا په مایوسۍ هم تلفات رامنځته کیږي خو که چېرته یو با شعوره ولس مایوسه کیږي نو راتلونکې پایلې به یې ډېرې بدې وي.
خوست باید دا ځل مایوسه نشي بلکې وهڅول شي چې د افغانستان په آبادۍ، سوکالۍ او پرمختګ کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي او افغانستان له شته کنګلتیا او مایوسۍ څخه را وباسي.